پاکستان د ناټو پټ راپور 'بې معنا' وبالۀ

حنا کهر د انځور حقوق

بي بي سي په افغانستان کې د ناټو يو پټ راپور ترلاسه کړی چې وايي په ګاونډي پاکستان کې لا تراوسه ځينې عناصر له طالبانو سره مخامخ مرسته کوي، او هم دا چې طالبان د افغانانو ترمنځ پراخ ملاتړ لري.

دغه راپور وايي پاکستان په پرله پسې ډول د طالبانو له جګپوړو مشرانو کار اخلي او د دوی ځای ځايګی ورمعلوم دی. راپور کې ادعا شوې چې افغان امنيتي ځواکونه اورپکيو ته وسلې پلوري.

دغه راپور له طالبانو او القاعدې سره په تړاو زرګونو نيول شويو شکمنو کسانو، بهرنيو جنګياليو او ملکي خلکو نه پر پوښتنو ګروېږنو ولاړ دی.

په راپور کې دا هم ويل شوي چې په حکومت کې د فساد شته والي له امله ملکي افغانان د طالبانو واکمني غوره بولي.د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې یوه چارواکي دغه تورونه بې معنا بللي دي.

په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو وايي، دغه راپور یو تحلیل نه دی او وايي د طالب بندیانو د نظرونو څرګندونه ده.

له بي بي سي سره په خبرو کې د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط دغه تورونه رد کړل:

''د طالبانو او زموږ د څارګرو ادارو ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې بې مانا دي.

ځکه نړیواله ټولنه په دې ښه پوهیږي، چې پاکستان دې ته سخت ژمن دی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دویم دا، چې موږ د افغانستان په مشرۍ د پخلاینې د پروسې ملاتړ کوو. په داسې یو حالت کې د دې راپور خپرېدل، چې زموږ د بهرنیو چارو وزیره کابل ته سفر کوي، واقعاً د حیرانتیا وړ دی.''

ورته مطالب