پنېتا: په ۲۰۱۳ کال کې جګړه ييز ماموريت ختموو

د انځور حقوق b
Image caption له ۲۰۰۷ کال راهيسې افغان سرتېرو ۴۵ ځله پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړي.

د امريکا د دفاع وزير ليېون پنېتا ويلي دي چې هېواد يې په افغانستان کې خپل جګړه ييز عمليات په ۲۰۱۳ کال کې پای ته رسوي.

د نوې نېټې له مخې امريکا په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت له وړاندې ټاکل شوي مهالوېش نه يو کال مخکې ختموي.

د پرتګال مرکز لېزبن کې د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره له روانېدو وړاندې ښاغلي پنېتا وويل چې امريکا په افغانستان کې خپل رول بدلوي او د افغان پوځيانو روزنه او ملاتړ کوي.

دی لومړنی امريکايي لوړپوړی پوځي چارواکی دی چې په لومړي ځل په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د رول په اړه کوم مهالوېش ټاکي.

د دفاع وزير دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې افغان پوځيانو په وروستيو دوو کلونو کې څو ځله خپل ملګري بهرني سرتېري په ډزو ووژل.

د امريکا د دفاع د وزارت د چارواکو په دغو ادعا شويو سرکاري مالوماتو کې راغلي چې

تر اوسه پر امريکايي او ناټو لښکرو د زيږديز ۲۰۰۷ کال راهيسي افغان عسکرو ۴۵ بريدونه کړي چې په سلو کې ۷۵ يې يوازي په تېرو کالو کې شوي دي.

د پوځي چارو د کمېټې مشر هاورډ بک مکن يې دغه ستونزې د کانګرس غونډي ته په اوږده بيان کې وکړې چې څنګه د کابل دحکومت عسکر پر امريکايي او ناټو عسکرو بريدونه کوي او څنګه د افغان عسکرو دګمارلو لار له خطره خالي نه ده.

سل په سلو کې

امريکايي واکمنو ادعا کوله چې دغه ډول بريدونه اکثره عسکر د خپلو شخصي ستونزو له لاسه کوي او د کومې ډلې له خوا نه وي را استول شوي.

دغو پوځي چارواکو دا ادعا هم وکړه چې د افغان عسکرو د پلټنې او خپلو عسکرو د ساتنې کارونه يې تر پخوا ښه کړي، خو سل په سلو کې له دې ستونزې څخه چې افغان دې امريکايي عسکر ګردسره ونه ولي، بې غمه کېدای نه شي.

غونډې ته د افغانستان په جنګ کې د يوه وژل شوي امريکايي عسکر د پلار ور استول شوی ليک هم ولوستل شو.

په ليک کې غوښتل شوي چې د امريکايي پوستو ساتنه دې د افغان عسکرو په لاس نه ورکوي او خپله امريکايي عسکر دې وساتي.

خو د دفاع مرستيال وزير ګېري جي ماټسيک يې په ځواب کې وويل چې دا کار له امريکا څخه شل زره نور جنګي عسکر غواړي.

د ده په قول نه د کېدو دی او نه سل په سلو کې د دا ډول بريدونو په مخنيوي زړه تړل کېدای شي.

تردې له مخه امريکا پوځي چارواکو دغه ستونزه دومره په زوور و زير نه وه بيان کړې.

د کانګرس غړو يې وغوښتل چې د دې مخ ايسته دې امريکايي لښکر د مشکوکو افغان عسکرو کار ژرتر ژره ور خلاصوي او هغه افغان عسکر چې امريکايي لښکر کوټونه ساتي وخت پر وخت دې وڅارل شي.

امريکا دا خبرې په داسې وخت کې یادوي چې څو شپې له مخه يوه افغان عسکر څلور فرانسوي عسکر په ډزو ووژل او ګڼ شمېر يې ټپيان کړل.

دې کار فرانسه دومره وبېروله چې تر ټاکلي وخت مخکې يې د خپلو عسکرو د وتو او د افغان عسکرو د روزني د درولو اعلان وکړ.

د څېړونکو په قول يې د افغانستان جنګ امريکا ته دومره پوځي او سياسي تاوان ورساوه چې نور ملاتړ يې په خپله د امريکايانو له لاسه هم نه کيږي.

پرسر د دې چې د امريکا پوځي چارواکي دا پېښه ډېره لويه نه بولي.

خو د بلې خوا د امريکا د دفاع وزير ليېون پنېتا هم د چهار شنبې په ورځ بلجيم ته د روانېدو پر وخت بيا د ناټو غړو ته وويل چې امريکا د ناټو د ټولو غړو په ګډون د فرانسې څخه دا غواړي چې د ۲۰۱۰ ميلادي کال د غونډې پر هغو ټولو کړو لوزونو دي ودريږي چې وايي امريکا او ناټو ملګري به يې تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغان عسکرو له روزني سره کرار کرار له جنګه په شا کيږي او جنګي عمليات به افغان عسکرو ته ور پرېږدي.

ليېون پونيتا وويل چې دا جنګ موږ په ګډه پيل کړی اوپه ټينګه ملګرتيا به يې په ګډه ختموو.

ورته مطالب