م.م: په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې

Image caption راپور د ځانمرګو بریدونو له کبله د قربانیانو شمېر ۴۵۰ ښیي چې د ۲۰۱۰ کال پرتله اتیا سلنه لوړوالی ښیي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما له خوا راټولې شوې شمېرې ښیي، چې د افغانستان د تیر میلادي کال په تاوتریخوالي کې تر ټولو ډېر ولسي وګړي وژل شوي.

په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ۳ زره ۲۱ ولسي وګړي وژل شوي، چې دا شمېره د ۲۰۱۰ کال په پرتله اته سلنه ډېره ده:

''یونما په ۲۰۱۱ کال کې د ۳۰۲۱ ملکي وګړو مړینه ثبت کړې ده چې دا د ۲۰۱۰ کال پرتله اته سلنه ډېروالی ښیي. د تېر کال په څېر ددغو کسانو په مړینه کې تر ډېره وسله وال مخالفین پړه بلل کېږي. په ۲۰۱۱ کال کې د وسله والو مخالفینو له خوا د وژل شویو ملکیانو شمېر ۲۳۳۲ ښودل شوی چې تر هغه د مخکیني کال په تناسب څوارلس سلنه ډېروالی څرګندوي. په دې توګه په تیر میلادي کال کې د یادي شوي مړینې ۷۷ سلنه مسولیت ددوی په غاړه دی.''

راپور کاږي، ډېری وژل شوي ولسي افغانان د طالبانو په ګډون ده وسله والو له خوا وژل شوي دي.

راپور د ډېری وژل شوو ولسي وګړو پړه پر اورپکو اچولې ده.

راپور له دې شمېرې د ۷۷ سلنې مړینې پړه پر وسله والو مخالفینو او څوارلس سلنه پر دولت پلوه ځواکونو اچوي، خو وایي نهه سلنه مړینې د جګړې د خواوو هېڅ لوري ته منسوب نه دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د ملکې مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې دې پر خپلو ژمنو ودرېږي:

" په دې روانه او زیاتېدونکې جګړه کې د افغان ماشومانو، ښځو او سړو وژنه دوام لري. تر ډېره ولسي افغانان د جګړې قرباني شوي دي. په جګړه کې ښکېلې غاړې باید د ولسي افغانانو ژوند ته پام وکړي."

دا پنځم کال دی چې په پرله پسې ډول د یوناما په راپورونو کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه تر مخکیني کال یې لوړه ښودل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په خپل کلني راپور کې وویل چې دا مرګ ژوبله تر ډېره په جګړو کې د تکتیکونو د بدلون له کبله رامنځته شوې.

د یونما په باور، په دغو کسانو کې تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان قرباني شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې د بشري حقونو د څانګې مشره جورجیت ګاګنان وایي د ۲۰۱۰ کال پر تله د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې د ملکي وګړو د مړینې کچه اته سلنه ډېره شوې ده.

په داسې حال کې چې د یونما په نوي راپور کې د یاد شوي مړینې په برخه کې څوارلس سلنه دولت پلوي څواکونو ته منسوبېږي، خو همدا کچه د تېر کال پرتله څلور سلنه کموالی ښیي.

دغه اداره ددې کموالي لامل دا ښیې چې دغو ځواکونو تر ډیره په خپلو بریدونو کې د ملکي خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړی او هم یې ددوی په خبره خپل هوایي بریدونه په داسي سیمو کې چې د ملکي تلفاتو احتمال پکې ډېر وو، کم کړي دي.

یونما وایي په هغو وژنو کې چې د دولت وسله والو مخالفینو ته منسوبېږي، ډیری یې د سړک غاړې ته د اېښودل شویو ماینونو او هم د خونړیو ځانمرګو بریدونو په پایله کې رامنځته شوي.

راپور د ځانمرګو بریدونو له کبله د قربانیانو شمېر ۴۵۰ ښیي چې د ۲۰۱۰ کال پرتله اتیا سلنه لوړوالی ښیي.

سره له دې چې وسله والو مخالفینو په وار وار ویلي چې د ملکي مرګ د مخنیوي په موخه به د سړک غاړي ته له ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو څخه کار نه اخلي، خو ښاغلی کوبیش وایي چې مخالفینو پر خپله دغه ژمنه هغسې چې تمه یې وه عمل نه دی کړی:

''دا زموږ ځواب او غوښتنه ده چې په خپلو ویناوو ودریږﺉ. که تاسې د ملکي وژنو د مخنیوي لپاره د چاودېدونکو توکو او ماینونو په اېښودلو بندیز لګوﺉ او اعلامیې ورکوﺉ، نو خپله خبره عملي کړﺉ او ځانمرګي بریدونه ودروﺉ ځکه په دې پېښو کې د جګړې مقابل لوري ته زیان نه اړوﺉ، بلکې ملکي وګړي وژنئ.''

Image caption د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې هم ګڼ ولسي وګړي وژل شوي.

یونما پر وسله والو مخالفنو سربېره افغان حکومت او نړیوالو امنیتي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي ددغه ګډ هدف تر سره کېدو لپاره دې اړین تدابیر ونیسي، په خپلو کارونو کې دې روڼوالی راولي، د عملیاتو دمخه او وروسته دې له سیمه ییزو چارواکو سره معلومات شریک کړي.

په تېرو پنځو کلونو کې په وسله والو جګړو کې د وژل شوو ملکي وګړو شمېر کال په کال ډیر شوی چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې دا شمېره ۱۱۸۶۴ ته رسېږي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبله هغه څه دي چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلاف ټکی ګڼل کېږي او ددوی ترمنځ یې اړیکې خړې پړې کړې دي.

ورته مطالب