کندهار: چاودنې اووه کسان ووژل

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار چارواکي وايي چې په ښار کې چاودنې لږترلږه اووه کسان وژلي چې پنځه پکې افغان افسران او دوه ولسي وګړي دي او ۱۹ نور یې پټیان کړل.

چارواکي وايي چې په برید کې ۱۲ ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.

دوی وايي چاودنه د کندهار ښار په منځ د امنیه قومندانۍ د ګاډو په تمځي کې شوې ده.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي ویلي، درنه چاودنه یې واورېده، او بیا وروسته پسې ډزې وشوې.

په سوېل کې د بي بي سي خبریال وايي، چاودنه په یوه کرولا ډوله ګاډي کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده.

کندهار

کندهار د افغانستان په سوېل کې له نورو سیمو نسبتاً نارامه دی.

کندهار امنیه قومندانۍ د کندهار ښار په منځ کې د سړک پرغاړه او د خلکو د نیمه اوسېدو او بازار په منځ کې پرته ده.

له چاودنې وروسته پولیسو ډزې کړې دي.

له سیمې ځینې کورنۍ له وېرې وتلې دي.

د کندهار چارواکو ویلي چې په ټپیانو کې ماشومان هم شته.

د سرچینې په وینا، په وژل شوو او ټپي ولسي وګړو کې په بازار کې هغه کسان شامل دي، چې په ریړیو او لاسونو کې یې څیزونه خرڅول.

بي بي سي ته ویل شوي، چې د چادنه لامل یو ګاډی و، خو نور جزییات لا نه دي په ډاګه شوي.

کندهار د افغانستان په سوېل کې له نورو سیمو نسبتاً نارامه دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .