پکتيا: کورنیو تاوتریخوالو د پنځو ښځو ژوند اخیستی

زیانمنه شوې ښځه د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو پروړاندې کورنی تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د افغانستان په سوېل ختيح کې د بشر د حقونو دفتر دفتر وايي هغه پنځه ښځې د دې ولايت د مرکز ګردېز اړوند سيمو او ليرې پرتو ولسواليو کې د کورني تاوتريخوالي پر بنسټ وژل شوې دي.

د دې ترڅنګ تر لسو زياتو ښځو او نجونو د زهرو خوړولو او په کورونو کې د ځان زندۍ کولو له امله ځانونه يا وژلي او يا له نورو ګڼو ستونزو او ناروغيو سره مخ شوې دي.

دغه خبرې په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون لپاره د بشر حقونو سرپرست ريس شفيق الله نيازي بي بي سي ته وکړې.

دی وايي په سوېل ختيځ زون کې د تېرو نهو مياشتو پرمهال د ښځو د تاوتریخوالي ۲۷۵ بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي:

''دا هغه پيښې دي چې يوازې موږ پرې خبر يو، کنه ډېرې داسې پېښې دي چې پټې پاتې کېږي، په دې پېښو کې مختلفې پيښې دي لکه وژنې، ډبول، ځانوژنې، له کوره تيښتې او اوږد کورنی تاوتریخوالی.''

شفیق الله نیازی وړاندې وايي، لاهم د کورني تاوتریخوالي ډېرې پېښې پټې پاتې کېږي او لامل يې هم د قومونو ترمنځ خپلمنځي پرېکړې بولي:

دودیزه ټولنه

''که پکتيا ده که سویل ختیځ زون دی دا يوه دودیزه ټولنه ده په ډېرو پېښو موږ، قضایي ارګانونه، د ښځو چارو ریاست، او امنیتي ارګانونه نه خبرېږي. همدلته په کلیو کې خوندي کېږي، زه په ډاډ سره ویلی شم چې ۸۰٪ پېښې له کورونو نه راوځي، خو د تاوتریخوالي مهمې پېښې وي.''

د همدې کميسیون د ښځو څانګې مسؤوله زرمينه شمس وايي، چې په خپل وخت د تاوتريخوالي هرې پېښې خپل رنګ اړولی، چې ددې په خبره قضايي ارګانونه په دې کې پاتې راغلي دي:

''د ورځې په تېرېدو سره دا قضيې ډېرېږي، او هره قضیه چې که د قتل هم وي په ځانوژنه اړول کېږي، سږکال په ګردیز او شاوخوا سیمو کې چې کومې پېښې شوې دي، موږ چې فکر کوو داسې ښکاري، چې په سیمو کې پولیس او هلته قضايي ارګانونه کمزوري دي ځکه دوي خپله وظيفه سمه نه ده تر سره کړې، نو ځکه مسالې په قومي پرېکړو یا نورو منځګړيتوبونو خلاصېږي، چې دا د ورته پېښو د ډېرېدو لامل کېږي.''

زرغونه همت چې د پکتيا په ولايتي شورا کې د ښځو حقونو د دفاع کمېټې مسؤوله ده، پر ښځو د تاوتريخوالي پېښو ډېرېدل د حکومتي ادارو کمزوري بولي. او ددې په خبره په پيښو کې لاس لرونکي کسان خلاص ګرځي:

''زه په دې ډېر افسوس کوم چې ولې زموږ یوه خور ضایع شي، ولې يې هغه حقوق چې اسلام ورکړي وي ضایع شي، خو دریغه هغه پېښې چې په دې وروستیو کې رامخته شوې، چا يې مجرمینو ته سزا ورنه کړه، خو زه دا ټینګار کوم چې د هرې قضيې تر پېښېدو وروسته دې مجرم ونیول شي او په سزا دې ورسېږي، او د مجرم د سزا خبره رسنیو ته راووځي چې د بیا لپاره د داسې کړنو مخه ونيول شي.''

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومتي ارګانونو نظر هم ولرو، خو هغو له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

په سوېل ختيځ زون کې د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي پېښې په داسې حال کې زياتېږي، چې په تېرو څو کلونو کې له يادې سیمې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې د کموالي راپورونه ورکړل شوي وو.

ورته مطالب