ناټو: په روان کال کې به ولسي مرګ ژوبله کمه شي

ناټو
Image caption م.م وايي په نوي خپاره شوي راپور کې د نړیوالو ځواکونو د تېرکال په پوځي عملیاتو کې ملکي مرګ ژوبله ۴٪ راټيټه شوې ده.

په افغانستان کې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د کلني رپوټ له خپرېدو وروسته، ایساف ځواکونو اعلان کړی، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د ټیټوالي لپاره به خپلې هڅې لاپسې جدي کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د رپوټ له مخې، د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله اته سلنه ډېره شوې.

په رپوټ کې د ۲۰۱۱ میلادي کال د ۷۷ سلنې مرګ ژوبلې پړه پر اورپکو اچول شوې ده.

په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونو ویاند کرستن جاکوبسن د جګړې پرمهال د ملکي وګړو پرخوندیتوب ټینګارکوي او وايي، د دغې مرګ ژوبلې د مخنیوي لباره په روان میلادي کال کې هرډول ممکنه وسه کار واخلي.

''د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ایساف لپاره غمجنه او دردونکې ده. موږ به هر ډول ممکنه ګام اوچتوو، ترڅو به ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړو.''

د ایساف ویاند د افغان ځواکونو له روزنې، خلکو ته پوهاوی، افغانستان ته د چاودېدونکو توکو د راواردولو مخنیوی او د بم جوړوونکو زنداني کول، د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره ګټورې هڅې وبللې، خو زیاته يي کړه، چې په بشپړه توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی اوږد مزل غواړي.

د ملګرو ملتونو په نوي خپاره شوي راپور کې د نړیوالو ځواکونو د تېرکال په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ۴ سلنه کموالي خبره شوې، خو ښاغلی جاکوبسن وایي، دغه رپوټ به وڅېړي، چې په وینا يي د مرګ ژوبلې د کچې د ټیټوالي لپاره ممکن د دغه رپوت لارښوونې وکاروي.

Image caption د بهرنیو ځواکونو له خوا د افغانانو د کورونو خپلې تلاشۍ له دغو ځواکونو د خلکو کرکه ډېره کړې ده.

"ایساف اوس ددغه راپور موندنې، چې کېدای شي له موږ سره په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په راټيټولو کې مرسته وکړي، په محتاط ډول چلند کوي. موږ د یونما د نه ستړېدونکو هڅو درناوی کوو، او له هغوی سره د ملکي مرګ ژوبلې په راکمولو کې همکاري کوو."

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو په پوځي عملیاتو او شپنیو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغان ولسمشر حامدکرزي او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په اړیکو کې د ناندریو لامل شوی ده.

د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو ډلو په بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغان چارواکو او نړیوالو ځواکونو غبرګونونه سره مله وه.

ورته مطالب