افغان عکاس مسعود حسیني دوه نړیوالې جایزې وګټلې

مسعود حسیني د انځور حقوق
Image caption مسعود حسیني له یوې افغانې عکس اخیستونکې فرزانې واحدي سره واده کړی.

د لومړي ځل لپاره افغان عکاس د خبري عکسونو په دوو بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې دوې نړیوالې جایزې وګټلې.

مسعود حسیني د نړۍ د ۵۰۰۰ عکاسانو په منځ کې لومړی او دویم ځای خپل کړی.

نوموړي، لومړنۍ جایزه د ( پي، او، وای، آی) یا د کال نړیوال عکس د موسسې په سیالیو کې او دویمه يي د نړیوال خبري عکس د موسسې په سیالۍ کې ګټلې دي.

د (World Press Photo) یا د نړیوال خبري عکس، او د ( پي، او، واي، آی) (Pictures of the year) یا د کال نړیوال عکس دواړه موسسې هرکال د خبري عکسونو سیالي جوړوي.

د افغان عکس اخیستونکي هغه اخیستل شوی عکس، چې نړیوالې جایزې يي ګټلي، د ۲۰۱۱ میلادي کال د دسمبر په ۶ نېټه د عاشورا په مراسمو کې له ځانمرګي برید وروسته د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې د ۱۲ کلنې ترانه اکبري دی.

په افغانستان کې د فرانسې خبري اژانس افغان عکس اخیستونکی مسعود حسیني وايي، دغه عکس د نړۍ د خبري عکس په سیاليو کې د شاوخوا سل زره عکسونو په منځ کې لومړی او دویم ځای خپل کړ:

''لومړنۍ جایزه مې چې پرون د ( پي، او، وای، آی) موسسې له خوا اعلان شوه د عکس په سیالۍ کې د نړی تر ټولو اغېزمن عکس جایزه ده، چې په دې سیالۍ کې مې لومړۍ ځای خپل کړ او د نړیوالې خبري عکس موسسې لخوا د خبري عکسونو په سیالۍ کې مې هم دویم ځای خپل کړ.''

د نړیوالې خبري عکس موسسې لخوا د خبري عکس په جوړې شوې سیالۍ کې لومړۍ جایزه د یوه هسپانیوي له خوا اخیستل شوی عکس وو.

د هغه په عکس کې، یوه ښځه په اسلامي حجاب کې ښيي، چې د علي عبدالله صالح د دولت د پلویانو او مخالفینو ترمنځ له نښتې وروسته يې د خپلې کورنۍ یو ټپي غړی، په غېږ کې نیولی.

مسعود حسیني په ایران کې د کډوالۍ پرمهال د عکاسۍ په برخه کې کار پیل کړ او له ۲۰۰۲ میلادي کال راپدېخوا یې په افغانستان کې خپلۍ عکاسۍ ته دوام ورکړ.

نوموړي له نړیوالو رسنیو لکه د جرمني د ''شپیګل'' مجلې، ''سنډې ټایمز'' او څو نورو ادارو سره کار کړی.

مسعود حسیني له یوې افغانې عکس اخیستونکې فرزانې واحدي سره واده کړی.

که څه هم دواړه سره هم مسلکه دي، خو ښاغلی حسیني وايي، له اغلې فرزانې سره په کار کې سیالي کوي.

''زه او فرزانه سره سیالان یو. د نړی د خبري عکس لومړنۍ جایزه فرزانې ګټلې وه، نو ما په دې برخه کې ورسره حسادت کاوه. پرهرحال اوس دواړه سره مساوي یو، ځکه ما هم دوې نړیوالې جایزې وګټلې.''

په افغانستان کې یو شمېر افغان خبریالان او د خبري برخې عکس اخیستونکي په ځینو سیمو کې له امنیتي پلوه له ګواښونو سره مخ دي.

هغه داسې، چې دوی په خپلواکه توګه هرې سیمې ته نشي تلی، خو برعکس بیا بهرني خبریالان او عکس اخیستونکي په سیمه کې د خپلو مېشتو سرتېرو په مرسته هرې سیمې ته خلاص لاس لري.

''هغه ادارې، چې دغه سیالي جوړوي، له لویدیځ څخه دي، نو طبیعي ده، چې د لویديځ د عکاسانو پلوي کوي. داسې بهرني عکاسان دي، چې شاید یو یا دوه ځله افغانستان ته راغلي او له یوه حس پرته يي عکس اخیستی، چې نړیوالې جایزې يي ګټلي دي. دوی چانس لري، ځکه د دوی سرتيري د افغانستان په سویل کې مېشت دي او کولی شي، چې له خپلو سرتېرو سره هرې سيمې ته لاړ شي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو افغان خبریالان او عکاسان، چې د هرې پېښې شاهد وي، د دې لپاره، چې د همدې ځای دي، نو له هرې خوا ګواښل کیږي او د هېڅ اړخ د پاملرنې وړ نه دي.''

په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې د عکاسۍ حرفې هم وده کړې.

تر دې مخکې یوشمېر افغان عکس اخیستونکو څو ځلې د عکاسې په برخه کې نړیوالې جایزې ګټلي دي، خو دا لومړی ځل دی، چې د خبري عکسونو په نړیوالو سیالیو کې افغان عکس اخیستونکی نړیوالې جایزې ګټي.

ورته مطالب