test

رباني
Image caption د برهان الدین رباني تر وژل کېدا وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکي ډېر ترينګلي شول.

اي پي خبري اژانس د افغان چارواکو په حواله ویلي، چې پاکستان د افغانستان د مخکني ولسمشر او د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني په وژنه کې یې د لاس لرلو په تور دوه کسان نیولي.

اي پي خبري اژانس په کابل کې د افغان چارواکو په حواله ویلي، چې دغه کسان په کوټه ښار کې نیول شوي.

د برهان الدین رباني د وژل کېدا په تړاو افغان پلټونکي کمېسیون پاکستان ته د هغو شکمنو کسانو نومونه او پتې ورکړې، چې غالباً د رباني په وژنه کې یې لاس درلود.

خو په کوټه کې د پولیسو مشر او د سرحدي پولیسو ویاند له دغو نیونو بې خبري ښودلې ده.

د برهان الدین رباني تر وژل کېدا وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکي ډېر ترينګلي شول.

نوموړی د تېر ۲۰۱۱ کال د سپمبر پر ۲۰ پلازمېنه کابل کې د یوه کس له خوا، چې ځان یې د طالبانو د سولې استازی معرفي کړی و، پخپل کور کې ووژل شو.

افغانستان د رباني د وژنې پړه پاکستان کې پر مېشتو اورپکو واچوله، خو افغاني طالبانو یې د وژلو پړه ونه منله.

وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي افغان پارلمان ته په خبرو کې ادعا وکړه، چې چې په وینا یې د پاکستان څارګر سازمان (آی ایس آی) د رباني په وژلو کې ښکېل و.

خو پاکستاني چارواکو د نوموړي دا خبرې بې بنسټه او بې مسؤولیته وبللې.

Image caption برهان الدین رباني د تېر ۲۰۱۱ کال د سپتمبر پر ۲۰ په کابل کې ووژل شو.

افغان ولسمشر حامد کرزي د رباني د وژلو د پلټنې په تړاو یو کمیسیون جوړ کړ، چې له پاکستان سره په ګډه د هغه د وژنې پلټنه وکړي.

داسې هم انګیرل کېده چې د رباني وژونکی پاکستانی و.

دغه کمیسیون پاکستاني چارواکو ته د رباني په وژنه کې د شکمنو تورنو نومونه او پتې ورکړې.

یوه افغان چارواکي ویلي چې په کوټه ښار کې تېره اوونۍ د رباني د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي دي.