پلاوی: بهرنیانو ټول ولسي وګړي وژلي

ولسي وګړي د انځور حقوق b
Image caption د ولسي مرګ ژوبلې پر سر د افغان حکومت او ولس ترمنځ واټن ډېر شوی دی.

د حکومت له بېلابېلو ادارو دغه جوړ شوی کميسيون وايي، په کونړ کې امريکايي او په کاپيسا کې فرانسوي ځواکونو ولسي وګړي په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په کاپيسا کې اووه کسان په هوايي بريد کې وژل شوي، چې د ټولو عمرونه د شپږو تر ۱۶ کالو پورې وو، او په کونړ کې نهه ولسي وګړي وژل شوي.

کونړ او کاپيسا ته د بهرنيو ځواکونو په شپني عملياتو کې د ولسي مرګ ژوبلې د افغان پلټونکي کمېسيون موندنو په ډاګه کړې چې بهرنيانو دا عمليات د کورني امنيتي ځواکونو له سلا مشورې پرته کړي دي.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا او کونړ د خلکو له استازو، دفاع وزارت، ملي امنيت او سيمه ييزو ارګانونو دغه جوړ پلاوی وايي، بهرنيو ځواکونو په يادو ولايتونو کې د ولسي وګړو وژنه منلې، او وايي چې ناسم استخباراتي معلومات د هغوی د بمبارۍ او ولسي مرګ ژوبلې لامل شول.

کاپيسا ته د حکومت د استول شوي پلاوي مشر محمد طاهر ساپي وويل د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د فرانسوي ځواکونو په عملياتو کې د ټولو وژل شوو ماشومانو عمرونه تر ۱۶ کالو ټيټ وو.

نوموړي د وژل شوو ماشومانو عسکونه چې زياتره یې ماشومان وو، رسنيو ته وښودل:

''د کاپیسا په دې سیمه کې چې دوی بمباري کړې، له پیله تر اوسه هېڅ طالب نه دی راغلی، خو بهرنیانو په دې بهانه هلته عملیات کړي چې ګني هلته ډپو ده او طالبان ځای پرځای وي دي.''

همدارنګه، کونړ ولايت ته د حکومت د استول شوي پلاوي مشر مولوي شهزاده شاهد هم وويل چې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې نهه واړه وژل شوي ولسي وګړي دي.

ښاغلي شاهد دا هم وويل چې د وژل شوو له ډلې يوازې دوه يې شکمن ښودل شوي، او نور ټول ولسي وګړي و:

''کله چې د شپې ځواکونه کوزېږي، کلي محاصره کوي، هېڅوک هم له کوره نه شي وتلی، چې ووځي، دوی بمبار پرې کوي، هلته یې د یوه کور څلور کسان وژلي دي.''

پر همدې مهال، د افغانستان د دفاع وزارت او ملي امنيت استازو د بهرنيو ځواکونو دا خپلسري عمليات وبلل او زياتوي که څه هم په هر ولايت کې د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکزونه شته، خو ناټو ځواکونه له دغو مرکزونو سره له سلامشورې پرته خپلسري عمليات کوي.

Image caption په کاپيسا کې ټول وژل شوي ماشومان دي.

د کونړ ولايت اوسېدونکو څو ځلې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې د ولسي خلکو د وژنې په غبرګون کې تاوتريخجن لاريونونه وکړل.

پر دې سربېره، د کاپيسا ولايت اوسېدونکو هم په دې ولايت کې د بې ګناه خلکو د وژونکو د محاکمې غوښتنه کړې.

له تېرو څو کالو راهيسې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال د ولسي وګړو وژل کېدل د حکومت او عامو خلکو ترمنځ واټن ډېر کړی او ان ځينې وخت د کرزي او د هغه د اروپايي ملګرو ترمنځ يې هم ترينګتليا رامنځته کړې ده.

که څه هم افغان حکومت څو- څو ځلې له بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو د بندولو غوښتنه کړې، خو ناټو وايي چې د اورپکو د ځپلو لپاره شپني عمليات ددوی يو اغېزناکه تاکتيک دی.

ورته مطالب