طالبان: ملا عبیدالله اخوند پاکستاني زندان کې سا ورکړې ده

ملا عبیدالله اخوند د انځور حقوق
Image caption افغاني طالبانو نړیواله سره میاشت پړه بللې چې په وینا یې د ملا عبیدالله د بندي کېدو په اړه یې د هغه کورنۍ ته هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو ویلي چې د ملا محمد عمر مخکنی مرستیال او د طالبانو د رژيم د ملي دفاع وزیر ملا عبیدالله اخوند د پاکستان په زندان کې په حق رسېدلی دی.

ملا عبیدالله د ۲۰۰۷ د جنورۍ پر درېیمه د پاکستان په بلوچستان کې د پاکستان له لوري ونیول شو.

تر نیول کېدا وروسته د ملا عبیدالله اخوند هېڅ څرګ نه معلومېده.

نوموړي پاکستاني زندان کې پوره پنځه کاله تېر کړل.

وړاندې ځينې رسنیو خبر ورکړی و، چې نوموړی د پاکستان په یوه زندان کې مړ شوی، خو طالبانو د دوشنبې پر ورځ (فبروري ۱۳) په رسمي توګه د نوموړي مړینه ومنله.

د وړم ۲۰۱۰ کال په مارچ کې د نوموړي کورنۍ ته پاکستان خبر ورکړ، چې ملا عبیدالله اخوند د کراچۍ په یوه زندان کې د زړه د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

طالبانو ویلي، که څه هم د ملا عبیدالله کورنۍ ته د هغه د مړینې ثبوتونه ورلېږل شوي، خو طالبان یې د مړینې په اړه شکمن دي، چې ایا پخپله مرګ مړ شوی او که د زندان شکنجو د مرګ تر پولې رسولی دی.

طالبانو د خپل پخواني مرستیال مړینه یوه لویه ضایع بللې ده.

طالبانو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د نوموړي د مړینې او ناروغۍ په اړه طالبانو ته ریښتوني مفصل جزییات ورکړي.

افغاني طالبانو نړیواله سره میاشت پړه بللې چې په وینا یې د ملا عبیدالله د بندي کېدو په اړه یې د هغه کورنۍ ته هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

د ملا عبیدالله لنډ ژوندلیک

ملا عبیدالله اخوند د ملا یار محمد اخند زوی دی، چې په ۱۳۸۸ هـ ق کال د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ په نلغام سیمه کې دې نړۍ ته راغی.

هغه پر افغانستان د شوروي یرغل پرمهال هم جنګېدلی، څو ځلې ټپي شوی.

د طالبانو د تحریک د جوړېدو په لومړیو کې هغه له طالبانو سره یوځای شو.

پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته ملا عبیدالله د ملا محمد عمر له خوا د ملي دفاع وزیر وټاکل شو، چې ان تر ۲۰۰۱ کال پورې پر همدې دنده پاتې شو.

ورته مطالب