امریکا له افغانستان سره د سوداګرۍ پرغوړېدا غږېږي

افغان سوداګري
Image caption امریکا وايي د خدمتونو پروژې یې د افغانستان په اقتصادي ثبات کې مرسته کولی شي.

په تېرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د امریکا پانګه وال او چارواکي په رسمي ډول په افغانستان کې له پانګونې سره لیوالتیا ښيي.

د امریکا د سوداګرۍ مرستیال وزیر، فرانسیسکو سنشیز، چې د دې پلاوي مشري کوي، وايي، په افغانستان د امریکا د پوځي حضور کم والي د دې مانا نه لری، چې د ده په وینا امریکا به افغانستان یوازې پرېږدي:

''دا، چې امریکا دلته خپل پوځي حضور راکموي، مانا یې دا نه ده، چې موږ به خپلې کړې ژمنې له افغانستان سره نه بشپړوو. موږ هڅه کوو، له افغانستان سره داسې مرستې وکړو، چې له سیاسي او قتصادي پلوه افغانستان په خپلو پښتو ودریږي. د امریکا د خدمتونو پروژې کولای شي، د افغانستان په اقتصادي ثبات کې مرسته وکړي.''

د امریکا د سوداګرو یو لوړ پوړی پلاوی پر داسې مهال کابل ته له افغان سوداګرو سره دخبرو لپاره راغلی، چې امریکا هڅه کوي، په افغانستان خپل پوځي شته والی را کم کړي.

سره له دې، چې یو شمیر بهرني پانګه وال په افغانستان د نا امنۍ او اداري فساد له امله په دغه هیواد کې پاګونې ته زړه نه ښه کوي، خو د امریکا د سوداګرۍ مرستیال وزیر ټینګار کوي، چې له افغانانو سره یوځای به د دغو ننګونو پر وړاندې مبارزه کوي.

که څه په افغانستان کې د امریکايي پانګوالو له خوا د راتلونکوکلونو لپاره د پانګونې کچه مالومه نه ده، خو دوی وايي په کرنه، کانونو، ساختماني او نورو برخوکې به پانګونه کوي. افغان پانګه وال هم په دې باور دی، چې په افغانستان د امریکايي پانګوالو ، پانګونه په دغه هیواد ګڼ شمیر کسانو روزګار پيدا کړي.

ورته مطالب