ستاسې غږ

ستاسې غږ: ولې نوى نسل د معاصر تاريخ له جزيياتو محروم شي؟

د افغانستان د پوهنې وزارت غواړي چې له خپل نصابه د وروستيو لسيزو د جګړو جزييات وباسي. د پوهنې وزارت د تاريخ په نويو کتابونو کې د شوروي د یرغل، مجاهدينو، طالبانو او د امريکا د پوځونو د حضور نېتې شته خو جزيياتو ته يې اشاره نه ده شوې. چارواکي وايي په دې نصاب کې هڅه شوې چې په افغانستان کې ملي هویت ته وده ورکړل شي.

د ستاسې غږ په دې پروگرام کې پر دې موضوع خبرې وشوې چې ايا د تيرو درو لسيزو تاريخ د ملي هويت مخه ډب کوي او د افغانانو يووالى زيانمنوي؟ او ولې دې نوى نسل د معاصر تاريخ له جزيياتو محروم شي؟

ډاريکټکوونکى او ايډيټ

اسمعيل مياخيل

مدير او وړاندې کوونکى

ايمل پسرلى

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .