په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پيلوځی: ادبي، هنري اونیزه خپرونه

د انځور حقوق bbc

په دې پیلوځي کې د پښتو د وتلي غزل بول شاعر په نوي چاپ شوي کتاب غږیږو. د شاعر ادبي هلو ځلو ته کتنه کوو، او په همدې پلمه په ننني ادب کې د پښتو غزل ځای لټوو.

په کابل کې د پښتو شاعراستاد محمد صدیق پسرلي د نوي چاپ شوي کتاب (غزل بڼ) مخکتنه وشوه.

په غزل بڼ کې شاوخوا ۱۲ سوه غزل ځای شوي ، ۱۲۸۶ مخونه لري او د اوس لپاره زر ټوکه چاپ شوی دی. په مخکتنه کې پخپله صدیق پسرلي، ادبي څیرو، شاعرانو اولیکوالانو او د ښاغلي پسرلي دشعر مینه والو ګډون کړی و.

غزل د ادب د ګلورینې کورنۍ هغه ژانر دی چې کلونه ـ کلونه د خپلې مور قصیدې پر اوږه د پاسه ګرځیدلی او د ادب په وریښمین فرش هم پښې لوڅی نه دی تللی .

په عربي ادب کې غړل د قصیدې لمړۍ برخه وه ،چې له پنځونه تر پنځلسو بیتونو رسیده اود تشبیب، نصیب اوتغزل په نوم یادیده. د قصیدې دا برخه به دومره خوږه، په زړه پورې او له نازکخیالیو، استعارو، کنایو، تشبیهاتو او انځورونو ډکه وه، چې د احساس رباب ته به یې ترنګ ورکاوه او د روح دنیا ته رنګ .

لوستونکي او اوریدونکي به یې په زړه راښکونکي ځواک ځانته وربلل. خو چې غزلې او قصیدې دواړه دعربي ادب له ورشو د ختیځ لورته مخه کړه او په اصطلاح د عجمو لاله زارونو او ګلکڅونو ته راغله، دلته دې چمنونو نورګلونه درلودل او نور رنګونه. دلته یې دهوسۍ غوندې ګامونه واخیستل او یوازې د مینې او محبت خبرې یې ور وښودې او له ښځوسره یې په مجلس کښېنوله.

د ادب نازولې پیغلې د غزل د لوی کندهار په زمیندارو کې داسې وخت خپل نازک پلونه کښېودل، چې دلته د اتڼ په نارو مست اتڼونه له زرګونو کلونو را روان وو.

زما د یارد میني اورپه زړه کې بل دی

زه به سراومال ښندم دی به حاصل کړم.

خوشحال بابا د غزل طلایې دوره را ونښلوله او دغزل د پرخې غوندې راڼه توري یې د وږمو په تار وپېیل، د ادب له ګلونوجوړشوي عطر یې پرې پوڼ وهل او د ادبي ګلونو له شیرې یې په جوړوشوو شاتو ښوی او راڼه کړل او په دې توګه یې د ژوند ټول رنګارنګ مضمونونه پکې راټول کړل.

ورپسې ګڼو شاعرانو دغزل په کاروان کې یون وکړ څوحمید بابا د هنري سبک خواږه هم پدې ګډ کړل. کاظم شیدا په دې لاره کې معراج ته ورساوه خو تر پیرمحمد کاکړ وروسته دغزل رنګین کاروان تم شو او ترشلمې پیړۍ پښه پرځای پاته شو.

په لره پښتونخوا کې د شلمې پیړۍ په پیل کې راحت زاخیلي غزل بیا را ژوندی کړ څو چې بیا حمزه بابا د پښتوغزل مسیحا او د پښتو غزل بابا شو، خپل د وینو سره یې ورکړل او د پښتوغزل یې ځوان کړ

ستا په اننګوکې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتوغزله ځوان، زه دې بابا کړم

د انځور حقوق
Image caption په کابل کې د پښتو شاعراستاد محمد صدیق پسرلي د نوي چاپ شوي کتاب (غزل بڼ) مخکتنه وشوه.

لیکوال ، شاعر او څیړونکي حبیب الله رفیع وویل: ''د پسرلي صاحب غزل د انځورونو رنګیني، د ادا سنګیني او د فن مهین په ښکلي تناسب کې له ځانه سره لري چې د روانو دریو لسیزوغمیزې غمګیني هم پرې ور زیاته شوې خو ور سره د بري ډاډمن هم او دې ټولو د ده غزل ته فني قدرت او فکري وسعت وربښلی او د غزل په نازکه غیږه کې یې د درندو پېښو انعکاس لکه په عطرو اوعسلو کې د ګلونو د بوی او خوند غوندې نغښتی دی.''

خو اوس د پښتو غزل په کوم حالت کې دی؟ دا او نورې پوښتنې په یوه لنډ ادبي بنډا رکې له شاعرانو نورالحبیب نثار او پیرمحمد کاروان سره راپورته شوې دي.

دا اوونۍ د پښتو ژبې يو ولسي شاعر قدير وطنوال د ورپېښې ناروغۍ له امله د٥٧ کلونو په عمر له دې نړۍ ستر ګې پټې کړې. د فکر ټالونه، شفق په هنداره کې، غنم لو او کاشکې تا ليدلى د ارواښاد وطنوال شعري ټولګې دي.