پخواني مجاهدین له روسیې تاوان غواړي

شورویان
Image caption پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل پر مهال له یو میلیون ډېر افغانان ووژل شول، میلیونونهه ګډوال شول او زرګونه لاهم نادکه دي.

له افغانستان د شوروي ځواکونو له وتلو ٢٣ کاله وروسته، یو شمیر پخواني افغان مجاهدین او د شوري یرغل پر مهال د بندیانو کورنۍ له روسیې نه د تاوان غوښتوکي شول.

دوی دارنګه وايي، د شوروي یرغل پر مهال د ورکو شوو افغانانو برخلیک باید مالوم شي او د مجاهدینو حیثیت باید بیرته اعاده شي.

پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل پر مهال له یو میلیون ډېر افغانان ووژل شول، میلیونونه ګډوال شول او زرګونه لاهم نادکه دي.

ټیک ۲٣ کله وړاندې په همدې ورځ د شوروي د سره پوځ وروستی سرتېری د افغانستان له خاورې ووت.

لس کلن یرغل

که څه هم شوروي په افغانستان کې له نژدې لس کلن حضور وروسته، په افغانستان کې خپل پوځي شته والي پای ته ورساوو، خو د وخت واکمن کمونیست پلوي نظام ملاتړ یې تر هغې روان ساته، چې کله مجاهدین په دغه هیواد کې بریالي شول.

له افغانستان د شوروي ځواکونو د وتلو ورځ هر کال په روسیه کې نمانځل کیږي، خو په افغانستان کې دا لومړی ځل دی، هغه کورنۍ دغه ورځ لمانځي، چې دکورنیو غړي یې د شوري د یر غل پرمهال یا ژوندي ورک شوي او یا هم وژل شوي.

دغو کورنیو، له پخوانیو مجاهدینو او د افغانستان د مسلمانانو ازادي غوښتونکي ټولنې سره یو ځای د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځآی ، له پخواني شوروي اتحاد نه د تاون غوښتونکي شول:

''موږ د جګړې مادي او معنوي تاوان، د روسیې له فدراتیفي جمهوریت نه، چې د شوري اتحاد وارث دی، غوښتونکي یوو.

موږ د هغو ورکو شوو افغانانو د برخلیک ټاکل غواړو، چې د پخواني شوروي د یرغل پر مهال ژوندي ورک شوي او کورنۍ یې ترې تراوسه خبرې نه دي.

موږ د شوري د یرغل پرمهال د شهیدانو، معلولینو او ورک شوو افغانانو کورنیو ته د حقونو غوښتونکي یو. موږ د مجاهدینو د حیثیت د بیرته اعاده کېدو غوښتونکي یوو.''

دوی دا رانګه د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه، چې د کمونیست پلوي حکومت پرمهال یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

که څه هم له افغانستان د شوروي د سرو ځواکونو تر وتلو وروسته، څلویشت کاله پوره کیږي، خو لا هم په دغه هیواد جنګ نه دی سوړ شوی نه دی.

یو شمېر افغانان په دې باور دي، چې په افغانستان کې له تېرو شاوخوا درې لسیزو راهیسې د تاوتریخوالي اصلي لامل پر افغانستان د پخواني شوروي اتحادي یرغل دی.

ورته مطالب