''د بګرام ځینې بندیان په رواني ناروغیو اخته شوي''

بګرام زندان د انځور حقوق AP
Image caption له بګرامه راخوشي شوي یوه بندي ویلي چې په ساړه ژمي کې یې یوه میاشت بادپکې ته بندیان کوټه قلفي کول.

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال کې له امریکايي بګرام زندانه یو شمېر راخوشي شوو بندیانو په زندان کې له دوی سره له ناوړه چلند سر ټکولی دی.

راخوشو شوو بندیانو ویلي، چې یوشمېر داسې بندیان یې په دغه زندان کې لیدلي چې خپل ذهني توازن یې له لاسه ورکړی او په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

له بګرام زندانه شپږو راخوشي شوو بندیانو، چې د سه شنبې په ورځ (فبروري ۱۴) په کندهار کې رسنیو ته په دغه زندان کې د ناوړه چلند کیسې کولې.

ولي الله یو له دغو شپږو راخوشي شوو بندیانو دی.

هغه وایي چې د زندان چارواکو بندیانو ته ډېرې ربړوونکې سزاګانې ورکولې:

''د ژمي په سړه هوا کې به یې په یوه کوټه کې یوازې اچول او بیا به یې په دغه سړه هوا کې بادپکه پرې چالانوله چې دغه ډوله سزاوې به د لسو نه تر ۳۰ ورځو پورې رسېدلې ...''

ولی الله وایي هغه هېڅ کله نه دي غوښتي چې خپل هېواد او خلګو ته زیان ورسوي، خو د بګرام زندان د واکمنو ناوړه چلند انسان دې ته اړ باسي چې له بهرنیو ځواکونو خپل غچ واخلي.

راخوشي شوو بندیانو له رسنیو سره په خبرو کې ویل ځینې داسې کسان له تېرو اتو کلونو راهیسې بندیان و، چې جرم یې معلوم نه وو.

ورته مطالب