د افغان کابینې نهو وزیرانو نومونه ولسي جرګې ته استول شوي

افغان کابینه
Image caption دا ترينګلتيا وروسته له هغه رامنځته شوه چې دوه کاله وړاندې ولسي جرګې د ولسمشر کرزي له لوري استول شوي ۱۷ وزيران په يو وار رد صلاحيت کړل.

د هغه نوملړ له مخې چې د پارلماني چارو وزارت له لوري ولسي جرګې ته استول شوی، دوه نوې څېرې د يوه برحاله وزير او يوه سرپرست وزير پر ځای معرفي شوې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د نهو پيشنهادي وزيرانو نوملړ د باور رايې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته استولی دی.

د افغانستان په کابينه کې له تېرو دوو کلونو راهيسې اوو وزيرانو د سرپرست په توګه کار کاوه.

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ ولسي جرګه د ولسمشرۍ له لوري معرفي شويو وزيرانو ته د تاييد او يا رد رايه ورکړي.

نجيب الله اوژن د فوايد عامې وزارت ته معرفي شوی چې اوس يې وزيرعبدالقدوس حميدي دی او حسن عبداللهي بيا د ښاري پرمختيا وزارت ته نومول شوی چې له مخکې د سرپرست له لوري اداره کېده.

ښاغلی اوژن او عبداللهي د رسنيو لپاره دومره زياتې اشنا څېرې نه دي او دواړو تر دې وړاندې په دا ډول پوستونو کار نه دی کړی.

د کليو او پراختيا مرستيال وزير ويس برمک، د برحاله وزير جارالله منصوري پر ځای معرفي شوی دی.

په نوي لست کې عبيدالله عبيد د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لپاره معرفي شوی چې سرور دانش يې اوس سرپرست دی.

په تهران کې د افغانستان اوسنی سفير عبيدالله عبيد دوه کاله وړاندې هم همدې پوست ته معرفي شوی وو، خو ولسي جرګې رد کړ.

د مخابراتو اوسنی سرپرست اميرزی سنګين، د عامې روغتيا وزارت سرپرسته ثريا دليل، د ښځو چارو سرپرسته حسن بانو غضنفر، د اوبو او برېښنا سرپرست محمد اسمعيل او د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست داود علي نجفي بيا همدې وزارتونو ته معرفي شوې دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي بي بي سي ته وويل، ټاکل شوې ډېر ژر د دغو نوماندانو تحصيلي اسناد د دوی له کاري تجربو سره ولسي جرګې ته واستول شي.

ولسي جرګې ته دغه کسان پر داسې مهال معرفي کېږي چې لوی څارنوال، د ملي امنيت د ادارې رييس او د سرې مياشتې رييس هم بايد له ولسي جرګې د باور رايه واخلي.

په تېرو دوو کلونو کې ولسي جرګې ته د وزيرانو نه معرفي کېدو د ولسمشر کرزي او ولسي جرګې ترمنځ اړيکې ترينګلې کړې وې.

دا ترينګلتيا وروسته له هغه رامنځته شوه چې دوه کاله وړاندې ولسي جرګې د ولسمشر کرزي له لوري استول شوي ۱۷ وزيران په يو وار رد صلاحيت کړل.

د جرګې له دې پرېکړې وروسته ولسمشر د رد شويو وزيرانو ځينې يې د همدې وزارتونو د سرپرست وزيرانو په توګه وګمارل چې تر اوسه کار کوي.

که څه هم ولسي جرګې سرپرست وزيرانو ته په خپل منصب د پاتې کېدو لپاره درې مياشتې وخت وټاکه، خو ولسمشر کرزي دېته چندانې پام ونه کړ.

ورته مطالب