رهین: ما نه دي ویلي چې ښځینه ویاندویانې دې حجاب مراعات کړي

رهین د انځور حقوق afgmc
Image caption ښاغلي رهین د غلیظ میک کوم تعریف وړاندې نه کړ خو ویې ویل چې غلیظ میک د خبریال لپاره نه وي بلکې د فلمي لوبغاړو لپاره وي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان خصوصي تلویزوني چاینلونو له ښځینه ویاندویانو غوښتي چې د خبر ویلو پر مهال پر سر پړونی ولري او ډېر میک اپ او ارایش دې نه کوي.

وزارت وايي مشرانو جرګې او ځینو افغان کورنیو ورته له دې اړخه شکایت کړی دی خو وزیر مخدوم رهین وايي چې دغه ابلاغیه یې خصوصي تلویزونونو ته لا استولې نه ده.

ښاغلي رهین بي بي سي ته وویل: ''دوی په خپلې ابلاغيې کې له افغان ښځینه نطاقانوغوښتي چې غلیظ میک اپ دې نه کوي او د خبرونو د ویلو پرمهال دې سر لوڅې نه وي''.

ښاغلي رهین د غلیظ میک کوم تعریف وړاندې نه کړ خو ویې ویل چې غلیظ میک د خبریال لپاره نه وي بلکې د فلمو نو او ډرامو د لوبغاړو لپاره وي.

ښاغلي رهین دا خبره په کلکه رد کړه چې ګنې له ویندویانو یې غوښتي چې اسلامي حجاب پر سر کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په دې ټینګار کاوه چې افغانستان یو اسلامي هېواد او ارزښتپاله ټولنه ده، او ښځینه ویاندویانې باید اسلامي او ټولنیز ارزښتونه په پام کې ونیسي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وویل که د دوی ابلاغيي ته پام و نه شي نو موضوع به د رسنیو د سرغړونې کېمیسون ته سپاري، خو و یې نه ویل چې د سرغړونکو سزا به څه وي.

ښاغلي رهین پر ښځینوو ویاندویانو دا غږ هم وکړ چې داسې جامې دې نه اغوندې چې د خلکو پام ور واړوي او خلک یې ښه نه ایسي.

افغانستان یوه دودپاله ټولنه ده چې ښځې په کې تر ډېره له خپلو حقونو بې برخي دي، د طالبانو پر مهال ښځو په ادارو کې د کار کولو اجازه نه وه او دغه راز تر ډېره ښځینه ښوونځي هم تړل شوي ول.

ورته مطالب