ناټو: کاپیسا کې مو ملکیان نه دي وژلي

Image caption افغان حکومت بيا بيا په يوه مخ د شپنيو او هوايي عملياتو د بندېدو غوښتنه کړې،

له هغه يوازې دوه ورځې وروسته چې يوه افغان پلاوي په کاپیسا کې د ناټو په يوه هوايي بريد کې وژل شوي ماشومان وبلل، ناټو آيساف دا کسان وسلې لرونکې ځوانان وبلل.

پلاوي په خپل چمتو کړي راپور کې ويلي چې د اتو واړو وژل شويو ماشومانو عمرونه له ۱۶ کلونو کم دي.

ناټو ځواکونه وايي د دوی ټول راغونډ شوي شواهد ښيي چې په کاپیسا کې د ناټو په هوايي بريد کې وژل شويو ټولو ځوانانو وسلې لرلې.

کاپيسا ته د حکومت استول شوي پلاوي ويلي وو چې په نجراب ولسوالۍ کې د فرانسوي ځواکونو په عملياتو کې د ټولو وژل شويو عمرونه تر ۱۶ کالو ټيټ وو.

ناټو ايساف وايي له ځمکې او هوا نه اخيستل شوي تصويرونه او د هوايي بريد د ترسره کولو لپاره راغونډ شوي درست شواهد ښيي چې دغه کسان په وسلو سمبال وو او له يوې سيمې و بلې ته د تګ په حال کې وو.

د ايساف د هوايي عملياتو د ګډې قومندې مشر مايک وېګسټون وايي د ايساف ځمکنيو ځواکونو ځکه له هوايي ځواکه مرسته وغوښته چې ويې پتيله دوی د افغان او بهرنيو ځواکونو لپاره ګواښ دي:

''زموږ لومړنی طبي ارزونې ښيي چې دا تنکي ځوانان دي او عمرونه يې ۱۵ او ۱۶ کلونو ته ورنژدې دي، لکه څنګه چې ما وويل په افغانستان کې دا غير معمول نه دی چې د دې عمر لرونکي ځوانان دې وسلې ونه لري. نو همدې ته په کتو د ځمکنيو ځواکونو قومندان د هوايي بريد پرېکړه وکړه، ځکه چې دوی يې د افغان او بهرنيو ځواکونو لپاره ګواښ باله.''

Image caption هوايي بريدونو عام خلک له حکومت نه لرې کړي او ډېر ځله دا ستونزه د ولسمشر کرزي او د هغه د لويديځو ملګرو ترمنځ په ناندريو اووښتې ده.

افغان پلټونکي پلاوي له دې امله هم د بهرنيانو پر هوايي او شپنېو عملياتو نيوکه کړې چې ګني د کورني امنيتي ځواکونو له سلا مشورې پرته يې کوي، خو ايساف وايي د کاپيسا په بريد کې يې ځايي امنيتي ځواکونو ته له وړاندې خبر ورکړی وو.

خپلسري عملیات

هغه مهال د افغانستان امنيتي ادارو د کاپيسا بريد د ناټو ايساف خپلسري عمليات وبلل.

هوايي بريدونو عام خلک له حکومت نه لرې کړي او ډېر ځله دا ستونزه د ولسمشر کرزي او د هغه د لويديځو ملګرو ترمنځ په ناندريو اووښتې ده.

افغان حکومت بيا بيا په يوه مخ د شپنيو او هوايي عملياتو د بندېدو غوښتنه کړې، خو ناټو وايي د اورپکو د ځپلو لپاره دا يو اغېزناک تاکتيک دی.

ورته مطالب