''له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکېدو ته نژدې یو''

لیون پنیتا د انځور حقوق b
Image caption له تېرو څو اوونیو راهیسې امریکا له افغانستان سر پر ستراتیژيک تړون خبرې کوي.

امریکايي چارواکي وايي چې له افغانستان سره د ستراتیژيک تړون لاسلیکېدو ته ورلنډ شوي دي.

ددغه تړون له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر و تلو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي تنظيمېږي.

نوموړي د مشرانو جرګې پوځي جرګه ګۍ ته د وینا پرمهال وویل، تر هغه به په ګوانتانامو کې د هغو پنځو طالب مشرانو د خوشي کولو تایید لاسلیک نه کړي، چې ضمانت یې نه وي ترلاسه کړی چې بېرته جګړې ته نه ستنېږي.

له تېرو څو اوونیو راهیسې امریکايي چارواکي د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکېدو خبرې کوي.

خو د دواړو لورو له خوا پر دوو اصلي موضوعاتو موجوده توپیر پرځای پاتې دی.

یو داسې چې د بهرنیو ځواکونو له خو د شپې خپلسري عملیات دي، چې افغان حکومت یې د بندېدو څو څو ځلې غوښتنه کړې ده.

په دغو بریدونو زیاتره ولسي وګړي وژل کېږي.

ددغو عملیاتو په لړ کې د ملکي مرګ ژوبلې له کبله د افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو ترمنځ اړیکي تر هربل وخت ډېر خراب شوي دي.

او بل دا چې افغان حکومت افغانستان کې د ننه د امریکايي زندانونو د واک سپارل غواړي.

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ تر پایه د هېواد ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري.

په دې لړ کې د یو شمېر سیمو او ولایتونو چارې لا له وړاندې افغان پوځ ته سپارل شوې دي.

Image caption ښايي امریکایان د روان ۲۰۱۲ کال تر سپتمبر پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۶۸ زرو ته راکم کړي.

دا مهال نژدې ۹۰ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي.

ولسمشر اوباما چې په ۲۰۰۹ کال کې یې افغانستان ته نور اضافي سرتېري واستول، اوس غواړي چې د مهالوېش له مخې دا شمېر په تدریجي ډول راکم کړي.

ښايي امریکایان د روان ۲۰۱۲ کال تر سپتمبر پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۶۸ زرو ته راکم کړي.

څو اوونۍ وړاندې افغانستان له فرانسې، ایټالیا او برتانیا سره له ۲۰۱۴ کال وروسته د اوږدمهاله همکارۍ ستراتیژيک تړونونه لاسلیک کړل.

تر هغه مخکې یې له هندوستان سره دا ډول تړون لاسلیک کړی و.

ورته مطالب