بان کیمون: د نشه یی توکو پرضد چانس له لاسه ځي

بان کیمون د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption بان کیمون وایی د نشه یی توکو سوداګري افغانستان او ګاونډیانو ته یې ګواښ دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نشه یي توکو د سوداګرۍ پرضد د مبارزې فرصت له لاسه ځي.

نوموړي زیاته کړه چې په تېر کال کې دنشه یي توکو سوداګري په سلو کې ۶۱ زیاته شوې ده.

په ویانا کې د ملګروملتونو په کنفرانس کې چې د روسیې او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران هم ورغلي وو، ښاغلي بان وویل په تیرکال کې په افغانستان کې د نشه یی توکو سوداګري په سلو کې ۶۱ ختلې ده.

د نړۍ د اپیمو زیاته برخه په افغانستان کې تولیدیږي.

بان کیمون وویل، د نشه یی توکو سوداګري د افغانستان او د هغه ګاونډیانو پرمختیا او ثبات ته ګواښ دی.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید کچه په خطرناکه توګه لوړیږي او باید مخه یې ونیوله شي.

٬٬وخت زموږ پر خوا نه دی. د افغانستان له اپیمو نه لاس ته راغلې پیسې ښایی ۲،۴ میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

دا وضعیت همداسې دوام نه شي کولی. موږ باید په دې جګړه کې د افغانستان پر خوا ودریږو.٬٬

Image caption بان کیمون وایی: د نشه یي توکو سوداګري د افغانستان پرمختیا او ثبات ته لوی ګواښ دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګی لاوروف وویل ترټولو بیړنۍ دنده داده چې په افغانستان کې د ننه او له هغه بهر د نشه یي توکو د قاچاق لارې بندې او کارخانې له منځه یوړل شي.

د افغانستان د نشه یی توکو ضد وزارت وزیر ضرار احمد مقبل عثماني وویل هیواد یې د نړیوالو په اندېښنو پوهيږي.

خو نوموړي زیاته کړه د تریاکو په سلو کې ۹۵ د افغانسان په هغو سیمو کې کرل کیږي چې امنیت پکې نشته.