سږنۍ سړې هوا تر ۴۰ ډېر افغانان وژلي دي

د انځور حقوق
Image caption همدا اوس ډېرو ولايتونو او ولسواليو ته غځېدلې لارې تړل شوي او له هوا پرته د ځمکې له لارې شونې نه ده چې پر اړمنو خلکو مرستې ووېشل شي.

افغان حکومت ومنله چې له تېرې مياشتې راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له څلوېښتو زيات کسان د سړې هوا له امله وژل شوي چې په وينا يې گڼ شمير يې ماشومان وو.

تر دې وړاندې ''سيف د چلدرن'' يا د ماشومانو د ژغورنې نړيوالې ټولنې رپوټ ورکړى و چې يوازې د پلازمېنې کابل په ځينو کمپونو کې د سړو سيليو له امله شاوخوا ۲۸ ماشومانو سا ورکړې.

دغې ټولنې گواښنه کړې وه چې که په ځينو سيمو کې د بېځايه شويو کډوالو سره سملاسي مرستې و نه شي، نو ښايي ډېر نور ماشومان هم ووژل شي.

د ماشومانو د ژغورنې نړيواله ټولنه ''سيف د چلدرن'' داسې مهال اندېښنې په ډاگه کوي چې د پلازمېنې کابل پرته د افغانستان په ډ‌ېرو غرنيو سيمو کې گڼ افغانان د سختو کړاونو او ستونزو سره مخامخ شوي دي.

همدا اوس ډېرو ولايتونو او ولسواليو ته غځېدلې لارې تړل شوي او له هوا پرته د ځمکې له لارې شونې نه ده چې پر اړمنو خلکو مرستې ووېشل شي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند کارگر نوروغلي وايي چې د دوى د شمېرو له مخې شاوخوا څلوېښت تنه د سړو له امله وژ شوي دي:

بې ساري ساړه

''سږني ساړه په تېرو شلو کالو کې سارى نه درلود، داسې رپوټونه شته چې په ځينو شپو کې هوا منفي شلو ته هم راټيټه شوې، هغه رپوټونه چې د عامې روغتيا وزارت ته رسېدلي د سړې هوا په پايله کې په تېره يوه مياشت کې شاوخوا څلويښت کسه مړه شوي چې ډېر يې په غرنيو سيمو کې ماشومان دي.''

که څه هم د عامې روغتيا وزارت د سيف د چلدرن د رپوټ په اړه زيات معلومات نه ورکوي، خو نوموړې اداره د پلازمېنې کابل په څنډو کې د هغو بېځايه شويو کډوالو پر ژوند ژوره اندېښنه ښيي چې دا مهال د خيمو لاندې ژوند تېروي او د خوراکي توکو تر څنگ د سونگ توکو ته هم هک حيران دي.

د خير ښېگڼې د دغې ټولنې د رپوټ سره سم گڼو مرستندويه ټولنو نن د کابل ښار په څنډو کې پر هغو بېځايه شويو کورنيو د ژمنيو مرستو لړۍ پيل کړه چې د خيمو لاندې ژوند کوي.

د مرستو د وېش پر دغې لړۍ کې د خوراکي توکو ترڅنگ گرمې جامې او شړۍ هم شاملې وې چې يه کابل کې د بېلابېلو مرستندويه تولنو له خوا پر بېځايه شويو کورنيو ووېشل شوې.

د دغو مرستندويه تولنو په دله کې يوه يې هم د ماشومانو د ژغورنې ټولنه سيف د چلدرن ده په کابل کې د دغې ټولنې د رسنيو د برخې مشره کريستين روهير وايي چې د نرستو د وېش دغه لړۍ به روانه ساتي او پر نورو مرستندويه ټولنو هم غږ کوي چې د دغو اړمنو کسانو په تېره بيا د ماشومانو سره مرستو ته ورودانگي:

''په ټوله کې له دغو خلکو سره د دولتي او نا دولتي ادارو له خوا څه نا څه مرستې شوي، خو هغه شان چې پوهېږو نو سړه هوا به دوه يا درې اوونۍ نوره هم پخپل حال پاتې وي، نو موږ اړ يو چې له زيانمنېدونکو کورنيو سره نورې بېړنۍ مرستې هم وکړو.''

خوارځواکي

دارنگه دغه ټولنه وايي چې د بېځايه شويو افغانانو په کمپونو کې نه يوازې دا چې ماشومان له سړې هوا نه کړيږي، بلکې د دوى په وينا دغه ماتشومان تر دې وړاندې د خوارځواکۍ له امله هم ډېر کمزوري شوي چې دا مهال د ډېرو ناروغيو په وړاندې زغم نه لري.

Image caption سږنیو واورو او یخنۍ ګڼ خلک له ستونزو سره مخامخ کړي.

د ځينو شمېرو له مخې دا مهال په کابل کې له ۳۰ زيات نارسمي کمپونه شته چې لږ تر لږه شل زره هغه کسان په کې زوند کوي چې د افغانستان په سويلي سيمو کې د ناکراريو له امله دغلته کډه شوي.

دغه کسان نه يوازې دا چې په اسمان کې ستورى نه لري او پر ځمکه سيورى بلکې د چا خبره د پولۍ ټک ته هم ناست دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پوهنې ادارې وړاندوينه کړې چې ښايي دغلته نورې درنې واورې هم واوري او د تودوخې درجه منفي شلو ته هم راښکته شي.

ورته مطالب