د کونړ لاريون: د والي تر لیرې کېدو به غلي نه شو

لاریون د انځور حقوق
Image caption ځينې په دې باور دي که دغه غوټه ژر خلاصه نه شي، د کونړ پر امنيتي وضعه هم اغېز کولى شي.

له درې ورځني ځنډ وروسته يو وار بيا په مرکز اسعد اباد کې لار يونيانو د والي پرضد نارې وهلې او د هغه د ايسته کېدو غوښتنه يې کوله.

مظاهره چيان پر والي سيد فضل الله وحيدي تور لګوي چې د ولايتي شورا د مشر تابهپه ټاکنه کې بې پرې نه دى او د يوې ډلې پلوي یې کړې.

لاريونيان د تېر په څېر، ګواښنه کوي، تر هغه چې والې له دندې نه وي ليرې شوى مظاهرو او لاريونونو ته به دوام ورکوي.

والي فضل لله وحيدي مظاهرې د خلکو قانوني حق ګڼي، خو وايي، مظاهره چيان دې د شکايتونو کميسیون ته ورشي او له دغې لارې دې خپلې غوښتنې حل کړي.

هسې هم د ولايتې شورا د خپلمنځي او له ولايتي ادارې سره د کړکېچ تر را پيدا کېدو وروسته د ولايتي شورا چارې په ټپه درېدلي او په دغې ادارې پورې اړونده ولسې کارونه هم ټکني شوي،خو اوس داسې رپوټونو رسنيو ته لاره موندلې چې د سولې ځايي شورا او ځينو قومي مشرانو غوښتنه کړې تر هغه چې دغه ستونزه نه وي اواره شوې د ولايتي شورا دفتر دې بند وي.

بي بي سي ته يوه امنيتي چارواکي ويلي دغه غوښتنليک ور رسېدلى، خو دولايتې ادارې معتر وکيلان وايي دشورا دفتر به ونه تړي.

وړمه ورځ د علماو سپين روبو او د سولې ولايتي شورا ددغه کړکېچ د هواري په موخه د مظاهرو د پایته رسېدو او خبرو له لارې د ستونزې د اواري غوښتنه کړې وه خو لا سر یې نه دى نيولى.

ځينې په دې باور دي که دغه غوټه ژر خلاصه نه شي، د کونړ پر امنيتي وضعه هم اغېز کولى شي.

ورته مطالب