د افغانستان په ختيځ کې د ناټو چورلکه رالوېدلې

د ناټو چورلکه
Image caption ناټو د خپلې چورلکې د رالوېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د سروبي ولسوال وايي چې د ناټو ځواکونو یوه چورلکه د سروبي په وزبین سیمه کې رالوېدلې، چې د تلفاتو په اړه یې معلومات نه لري.

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ناټو یوه چورلکه رالوېدلې ده.

د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبین بي بي سي ته وویل، چورلکه د سروبي او وزبین ترمنځ سیمه کې رالوېدلې ده.

ښاغلي حقبین په پېښه کې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

د سروبي د ولسوال په وینا، پېښه نن (شنبه، د فبرورۍ ۱۸) له غرمې مخکې شوې، چې دا مهال یې مرستې ته نورې چورلکې رسېدلې دي.

بل خوا د لغمان امنیه قومندان د باد پښ ولسوالۍ په رستم خېلو سیمه کې د چورلکې د رالوېدو خبره تایید کړې ده.

باد پښ د لغمان اړوند له هغو ناامنه ولسوالیو ده، چې تر دې وروستیو پورې د طالبان په واک کې وه.

ناټو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب