رحیم وردګ: د افغان پوځ په اړه د امریکا وړاندیز ''بدبختي زیږوي''

عبدالرحیم وردګ
Image caption عبدالرحیم وردګ وايي چې تر ۲۰۱۴ پورې د افغان پوځ د څرنګوالي په اړه وړاندوینه تر وخت وړاندې خبره ده.

د افغانستان د دفاع وزیر ویلي، د افغان امنيتي ځواکونو د شمېر راکمولو په تړاو د امریکا پلان د یوه ناورین رامنځته کېدو ته لاره هواروي.

ددفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ له ''وال سټریټ ژورنال'' ورځپاڼې سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې چې امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د شمېر راکمولو غوښتنه کړې.

امریکا ویلي چې د بهرنیو جنګي ځواکونو د وتلو تر مهالوېشه دې د افغان ځواکونو شمېر له ۳۵۲۰۰۰ څخه ۲۳۰۰۰۰ ته راټيټ شي.

ورځپاڼه کې ښاغلي وردګ په حواله لیکي: ''هېڅوک هم دا مهال د هېڅ راز تحلیل پر بنسټ - په ۲۰۱۴ کې د افغان امنيتي ځواکونو د وضعیت د څرنګوالي په اړه له وخت وړاندې - وړاندویېنه نه شي کولی.''

نوموړی زیاتوي: ''ځمکنیو حالاتو ته په کتو باید ارزونه وشي. که نه نو د ناورین رامنځته کېدو خطر شته، او زموږ ټولې لاسته راوړنې به په سین لاهو او قربانۍ به مو هېڅ ګټه ونه لري.''

د انځور حقوق
Image caption امریکا ویلي چې د بهرنیو جنګي ځواکونو د وتلو تر مهالوېشه دې د افغان ځواکونو شمېر له ۳۵۲۰۰۰ څخه ۲۳۰۰۰۰ ته راټيټ شي.

د پوځيانو د شمېر راکمولو غوښتنه په بروکسل کې د ددفاع وزیرانو په سرمشریزه کې وړاندې شوې ده.

د امریکا د پوځ مخکني ډګر جنرال (یا درې ستوریز جنرال) دانیل بلاګر ویلي، د افغانستان پوځ په کال کې څلور اعشاریه یو میلیارد ډالر لګښت لري.

نوموړي دا هم ویلي چې ''زموږ ارزونه دا ده هغه څه چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان پوځ ته چمتو کوي، باید افغانان یې پخپله ځانته چمتو او پر خپلو پښو ودرېږي.''

که څه هم دغه امریکایی جنرال د افغان پوځ د شمېر په کمولو ټينګار لري، خو تر اوسه یې د ناټو غړو هېوادونو موافقه نه ده ترلاسه کړې.

ورته مطالب