جرګه: د کندهار استازي 'ايوبي' اعتصاب کړی

Image caption پرون ډيری وکیلانو ته د ماليې او کورنيو چارو د وزیرانو ځوابونه د قناعت وړ وو.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي د جرګې د پرونۍ پرېکړې له امله خپله خوله تړلې او لاسونه او پښې يې ژولنه کړې دي.

ښاغلی ايوبي دا اعتصاب د ولسي جرګې په تالار کې کړی دی.

دی په دې غوصه دی چې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي ولې تېره ورځ د کورنيو چارو او د ماليې د وزيرانو ځوابونو ته د تاييد او يا رد لپاره يو ځلي د وکيلانو رايه واخيسته.

د شنبې په ورځ وکیلانو د کورنيو چارو له وزير نه په کورنيو چارو وزارت کې د خپلو پلويانو د ګمارلو او له ماليې وزير نه د وزارتونو له لوري د بوديجې د نه مصرفولو په تړاو پوښتنې وکړې.

ښاغلی ايوبي وايي دا چې دواړه وزيران د بېلا بيلو برخو وو، نو په کار دا وه چې د هره يوه لپاره جلا د ولسي جرګې د استازو رايه اخيستل شوې وه.

تېره ورځ ولسي جرګې د افغانستان د کورنيو چارو او ماليې وزیران استیضاح کړي وو او د ځواب ورکولو پر مهال يې آن سم خبرو کولو ته نه پرېښودل.

د پرونۍ غونډې په پای کې د جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د علني رايو په کارولو له وکيلانو د دوی د ځوابونو د تاييد او يا هم نه تاييد په اړه رايه وغوښته، چې د جرګې ډيری غړو دوی ته د تاييد رايه ورکړه.

ښاغلی ايوبي له دې هم ګيله لري چې ده ته له دغو وزيرانو د پوښتنې چانس نه دی ورکړل شوی.

که څه هم پرون يو شمېر وکيلانو د دوی پر وړاندې تند غبرګون ښوده، خو د ناستې په پای کې ډيرو د دوی ځوابونه د قناعت وړ وبلل چې دې کار د ولسي جرګې د یو شمېر غړو غوصه راوپاروله.

ورته مطالب