د پانګونې ماتولو افغان پلاوی جنوبي کوريا ځي

Image caption امريکايي پلټونکي د افغانستان د کاني زيرمو ارزښت يو تريليون ډالره ښي.

افغان حکومت وايي سویلي کوريا ته د افغان پلاوي د سفر موخه د افغانستان په کاني زیرمو کې د پانګونې لپاره د سویلي کوريا د سوداګرو او پانګوالو راماتول دي.

څو ورځې وړاندې د جنوبي کوریا د سوداګرۍ مرستیال وزیر له افغان چارواکو سره د سوداګرۍ په تړاو د خبرو لپاره کابل ته تللی و.

په وروستیو کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنیو سوداګرو د هڅونې موضوع چابکه شوې ده.

يوازې څو ورځو وړاندې د امریکا یو لوړ پوړی پلاوی، چې د دولسو شرکتونو استازي هم پکې وو، په افغانستان کې د پانګونې لپاره کابل ته تللی و.

ټاکل شوې د همدغو هڅو په لړ کې، افغان حکومت په نژدې راتلونکې کې د افغان سوداګرو او چارواکو یو لوړ پوړی پلاوی جنوبي کوریا ته واستوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، دغه پلاوی به هڅه وکړي، د جنوبي کوریا پانګوال په افغانستان کې د کانونو، کرنې او تکنالوژۍ په برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

جنوبي کوریا په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په بیارغونه کې هم مرسته کړې او د افغان چارواکو په وینا ټاکل شوې دغه هیواد په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره شاخوا پنځه سوه میلیونه ډالره نوره مرسته هم وکړي.

افغان حکومت هڅه کوي له ۲۰۱۴ کال وروسته، چې کله بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د سوداګرو پام ورټول کړي او په دغه هیواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.

ورته مطالب