حنا کهر د افغان سولې پر سر خبرو لپاره لندن ته تللې

حنا کهر
Image caption حنا کهر وايي هېواد یې په افغان سوله کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې وزیره حنا رباني کهر لندن ته د ځینو مسایلو پرسر د خبرو لپاره برتانیا ته تللې ده.

ددغه وزارت ویاند عبدالباسط وویل، پاکستان د افغانانو په مشرۍ په دې هېواد کې د سولې له بهیر ملاتړ کوي.

دا خبرې داسې مهال تودې شوې، چې امریکایان په قطر کې طالبانو ته د یوه سیاسي دفتر پر جوړېدا کار کوي.

عبدالباسط له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، پاکستان غواړي، چې د ۲۰۱۴ کال تر ختمېدا وړاندې په افغانستان کې سوله ټينګه شي.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم پاکستان او د افغانستان نور ملاتړي هېوادونه په دغه هېواد کې د سولې ملا تړي، خو اصلي کوښښ باید پخپله افغانستان وکړي:

''اصلي کوښښ باید افغانان پخپله وکړي، تر هغه چې د افغانستان خلک او مشران پر یوې تګلارې سلا شوي نه وي، د پاکستان په ګډون نړیوال نه شی کولی چې له بهر نه افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره یوه تګلاره پلی کړي.''

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبره رد کړه چې ګني پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې له زړه کار نه کوي.

د هغه په وینا، پاکستان هرې هغې مرستې ته چمتو دی، چې افغانستان یې غوښتنه کوي.

هغه دا هم وویل، د سولې افغاني بهیر هله بریالی کېدی شي، چې ټولې خواوې او ګوندونه پکې برخه ولري:

''زموږ تګلاره دا ده چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او ټولې خواوې باید پکې ښکېلې وي. پاکستان او برتانیا که کومه مرسته پکې کولی شي، نو ضروري ده چې مرسته ورسره وکړي.''

افغان چارواکي وايي که اسلام اباد وغواړي، د خبرو مېز ته د طالبانو د رابللو په برخه کې ډېر څه کولی شي.

له کنټرول وتلي طالبان

خو څو ورځې وړاندې اسلام اباد ته د کرزي د سفر پرمهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ویلي وو، چې دوی پر طالبانو کنټرول نه لري.

عبدالباسط دا هم ویلي، پاکستان له ډېر وخت راهیسې پر دې ټینګار کوي، چې افغان سوله یوازې د خبرو له لارې راتلی شي.

ورته مطالب