افغانستان کې د اروپا سوداګریزه خونه پرانیستل شوه

Image caption د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي دوی به یوازې په سترو سوداګریزو چارو نه بلکې په کوچنیو سوداګریو کې هم پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د اروپا د سوداګرۍ خونه په رسمي ډول پرانیستل شوه.

ددغې ټولنې چارواکي وايي د دوی اصلي موخه له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو او پانګوالو هڅول دي، چې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي، په اروپايي هېوادونو کې افغان پانګوالو ته د فعالیت ښه زمینه برابره کړي.

افغان حکومت د تېر اکتوبر په میاشت کې د اروپا سوداګرۍ خونو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه، خو چارې د ځینو اروپايي هېوادونو د استازو د نه شتون له امله ځنډېدلې وې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ خونې اجراییوي مشر اولیوی سلن وايي تر دې وړاندې زیاتره اروپايي سوداګر د افغانستان له قوانینو او اداري چارو سره بلد نه وو خو ددې خونې په پرانیستلو سره به دا ستونزه تر ډېره حل شي: ''موږ دلته د اروپا ۲۷ هېوادونو سوداګرو او پآنګوالو ته اداري او دولتي آسانتیاوې برابروو چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.''

ښاغلی سلن زیاتوي وړاندې تر دې اروپايي هېوادونو په جلا جلا ټوګه په افغانستان کې خپلې چارې پر مخ بېولې خو اوس یې دوی په یو ځای کولو پسې مټې رانغښتي دي.

''تر دې مهاله هر هېواد او سوداګر په جلا جلا توګه دلته فعالیت کاوه او رسمي معلومات یې نه لرل.

موږ د افغانستان د سوداګرۍ، اقتصاد، مالیې، بهرنیو چارو وزارتونو او نورو دولتي ادارو سره اړیکې لرو، هغو معلوماتو ته چې دوی اړتیا لري موږ یې په مستقیمه توګه ورکولای شو. نو په دې سره به ډېرې ستونزې حل شي.''

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي دوی به یوازې په سترو سوداګریزو چارو نه بلکې په کوچنیو سوداګریو کې هم پانګونه وکړي.

دا مهال له افغانستان سره د اروپايي ټولنې سوداګري نژدې اته سوه میلیونه یورو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.

ورته مطالب