هرات: میړه د ښځې ګوته غوڅه او وخوړله

افغان ښځې
Image caption د هرات څارنوالۍ وايي چې تر اوسه یې د ښځو د تاوتریخوالي شاوخوا ۲۰۵ پېښې ثبت کړې دي.

د هرات د څارانوالۍ ریاست د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو تر ټولو د یوې ناوړه پېښې د څېړنې کار پیل کړی. یوه ښځه چې ادعا کوي، میړه یې ګوته پرې کړې او خوړلې ده او د دې درې کلنه لور یې هم وروژلې، د خبریالانو په وړاندې خپلې ترخې تجربې بیان کړې.

خو ددغې ښځې میړه پرې لګول شوی تور رد کړی دی.

دغه مېرمن ادعا لري اته کاله کېږي چې ژوند یې همداسې تریخ دی چې په وینا یې ډېره موده په ایران کې اوسېدلې او په دې نه ده بریالۍ شوې چې خپل غږ تر یوې قانوني مرجع ورسوي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو بېلابېل پېښې په هرات کې تر دې وړاندې هم ثبت شوې، خو د دې ښځې کیسه تر ټولو ترخه ده:

''ما ته يي وویل، چې زه غواړم کباب پوخ کړم، نو لاړه شه د غازو ډبه او قیچي راوړه، ما ورته وویل، چې غوښه خو نشته، په کور کې خو هېڅ هم نشته، چې رايې وړم، راته يي وویل، چې شته ته ورشه د غازو ډبه او قیچي راوړه، ما ورته راوړل، ده راته وویل چې راشه زه هم ورغلم، د غازو ډبه مې ورته روښانه کړه، قیچي مې هم ورته راوړه، قیچي يې زما په ګوته راټینګه کړه، نورې مې چیغې کړي او ګوته مې لاندې ولوېده او له ګوتې مې وینې بهېدې. پرې شوې ګوته مې يې واخیسته او د غازو په ډبه يې کباب کړه، بیا یې وخوړه او هډوکی يې زما مخې ته راواچاوه.''

دا زیاتوي چې میړه یې هڅه کړې وه چې د دې له بطن څخه ماشوم راوباسي او که طفل نجلۍ وي هغه ووژني، د دې په خبره میړه یې په دې هم اکتفا نه ده کړې او درې کلنه لور یې هم وروژلې:

''د شنبې شپه وه، لورکۍ مې له خوبه راپاڅېده، اوبه يي غوښتې، اوچته جګه شوم اوبه مې ورکړې، ځکه پوهېدم چې وهي مې، لورکۍ مې خوب یوړه، څو دقیقې وروسته بېرته ويښه شوه، ويي ژړل، په نجلۍ يې ورچیغې کړې، چې غلې شه، ماشومې ژړا ته زور ورکړ، نجلۍ مې په غېږ کې نازوله، چې غلې شي، بیا هم غلې نشوه، چیغه يي کړه، چې نه غلې کېږې، د دې لپاره چې ما ونه وهي، نوره مې هم ونازوله، بیا هم غلې نشوه، زما له غېږې يي واخیسته او د خپل قد په اندازه يي پورته او په ځمکه يي ووهله، د لور له پوزې نه مې وېنې وبهېدې او ځای په ځای مړه شوه.''

د دې ښځې میړه امنیتي ځواکونو نیولی.

د هرات د څارانوالۍ مشره مېرمن ماریا بشیر وایي ده ته به د اعدام د سزا غوښتنه وشي:

''د دغه جرم، چې اوس مو ورباندې څېړنې پیل کړي، د دغې ښځې پروړاندې له جرمونو یو يې د دغې مېرمنې د مېړه لخوا د دې د دری کلنې ماشومې وژل کېدل دي او هغه جرم چې د دې پروړاندې شوی، د دې د ګوتې پرې کول دي، او هغه نور مسایل چې د دې پروړاندې شوي، د مېړه لپاره مو ورته د سختې سزا غوښتنه کړې ده.''

د مېرمن بشیر په وینا، د روان کال له پيله تراوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو شاوخوا ۲۰۵ پېښې ثبت شوې، چې تر ډېره د ښځو د وهلو توهین او آن وژنې پېښې هم پکې شاملې دي.

خو د ښځې د ګوتې پرېکول او خوړل بیخي تازه پېښه ده.

سادیزم

د انسان د غوښو خوړل ظاهراً د سادیزم یا انسان ځورونې د ناروغۍ نښه ده، خو ډاکتران چې د دې ځورول شوې مېرمنې مېړه یې نه دی لیدلی.

د دې ځانګړې پېښې په هکله حکم نه کوي او وایي چې تر دې وړاندې یې د سادیزم ناروغي له امله ورته واقعه نه ده لیدلې.

په هرات کې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې مختلفې څانګې او کړۍ فعالیت لري، سره له دې چې په کال کې څو وارې په دې ډګر کې ځانګړي پروګرامونه هم د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه پلی کېږي، خو لا تراوسه په سیمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو کچه لوړه ده.

ورته مطالب