افغانستان: د ناټو ضد مظاهرو کې ۶ تنه وژل شوي

په بګرام کې د امریکا ځواکونو له خوا قرآن کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د قهرجنو لاريونو پر مهال ۶ تنه وژل شوي دي.

د کب پر ۳ مه چارشنبې/څلورنۍ یو ځل بیا په کابل او جلال اباد کې زرګونه قهرېدلي مظاهره چیان لارو کوڅو ته وتلي وو.

يو کس په کابل، يو په ختيځ جلال اباد او لږترلږه ۴ تنه د پلازمېنې کابل په شمال پروان کې وژل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د لاريونو پر مهال پر تاوتريخوالي خواشيني څرګنده کړې، او له خپلو امنيتي ځواکونو يې غوښتنې چې له زور کار وا نه خلي.

د وژنو په اړه دې پلټنه وشي

د افغان ولسمشرۍ له دفتره په يوه اعلاميه کې ويل شوي د چارشنبې/څلورنۍ مظاهرو کې د مرګژوبلې له امله خواشينی شوی، او زياته کړې يې ده چې مظاهرې د خلکو حق دی، خو له تاوتريخوالي دې ډډه وکړي.

اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر کرزي"د کورنيو چارو وزارت له چارواکيو سره په پرله پسې تماسونو کې لارښونه کړې چې د مظاهرو پرمهال د هېوادوالو د وژنې په اړه دې جدي پلټنې وشي، او پايلې يې دې ولسمشرۍ ته وسپاري".

ولسمشر کرزي د پروان د شينوارو ولسوالۍ کې د تاوتريخوالي پېښو په اړه هم د پلټنې غوښتنه کړې ده.

امريکا ضد شعارونه

په کابل کې مظاره چيانو "مرګ پر امريکا" شعارونه ورکول، او په ښار کې يې د امريکا پر عمومي اډه ډبرې ويشتلې.

د ګډوډۍ ضد پوليسو د احتجاجيانو تيتولو په موخه د اوبو شيندلو نلونه کارول.

دکابل په څنګلورو پروان او لوګر او په ختيځ جلال اباد کې هم مظاهرې شوې دي.

د پروان امنیه قومندان محمداکرم بکزاد بي بي سي ته ومنله، چې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ په تاوتریخوالي کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل، لوګر او جلال اباد مظاهرو کې یو یو مظاهره کوونکی او پروان کې درې کسان وژل شوي دي.

ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، په یادو ولایتونو کې تر دېرشو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي صدیقي وویل، چې په ټپیانو کې درې پولیس دي.

په کابل کې مظاهره کوونکي له پولیسو سره په اخ و ډب کېوتلي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د مظاهرې ځای ته پولیسو خبریالان نه پرېښودل.

د کابل ښار په ختیځ د هود خېلو په سیمه کې سلګونه لاریونیان راوتلي او په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي د کابل جلال اباد لویه لاره یې تړلې ده.

هاخوا په جلال اباد کې ښار هم زرګونه مظاهره چیان لارو او کوڅو ته راوتلي و او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.

د کابل هود خېلو مظاهرې ته د بي بي سي ورغلی خبریال وحید پیکان وايي، لسګونه کسانو زړو ټایرونو ته اور ورته کړ او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.

د تېرې سه شنبې پر ورځ (حوت/کب ۲) د بګرام هوايي اډې ته څېرمه شاوخوا دوه زرو کسانو مظاهرې وکړې.

ځینو مظاهره کوونکو له ځانه د امریکايي ځواکونو له لوري د سوځېدلي قرآن نسخې هم لېږدولې او خبریالانو ته یې وښودې.

مظاهره کوونکي

مظاهره کوونکو خبریالانو ته په بګرام کې سوځېدلې قرآني نسخې ورښودلې دي.

په جلال اباد کې چارواکي وايي، مظاهره چیان د هوايي ډګر په لور ورغلي او ځینو ټانکرونو ته یې اور هم اچولی دی.

پر ښوونځي بمبار

بل خوا د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ښیوې ولسوالۍ کې د نجونو پر یوه ښوونځي د ناټو چورلکو په برید کې اته زده کوونکې او د ښوونځي یو ملازم ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند پېښه تاییدوي خو وايي لا تر اوسه روښانه نه ده، چې ولې دغه ېېښه رامنځ ته شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .