ترکمنستان د افغانستان له لارې د غازو په نل ليکې کار تندوي

Image caption دې نل لېکې سره به له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هندوستان ته غاز انتقاليږي

د ترکمنستان حکومت پرېکړه کړې ده چې د د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هندوستان ته د غازو د نل ليکې غزولو پروژې باندې به کار ته لومړيتوب ورکوي.

دا پرېکړه دترکمنستان ولسمشر، قربان گلي بردي محمدوف ، په خپلې کابينې کې د بدلون اعلان پر مهال کړې ده.، دا پروژه چې د

د ترکمنتسان، افغانستان پاکستان او هندوستان يا انډيا په نوم د نل ليکې په پروژې چې چې په مخفف ډول ټي پي اى ايي کيږي ياديږي، لگښت ېې اسايي پرمختيايي بانک په غاړه اخيستى دى.

په نوم ياديږي د بشپړېدو په صورت کې به ېې اته فيصده عايد افغانستان ته ورکول کيږي.

د ترکمنستان د غازو زيرمو نه چې په نړۍ کې دويمې سترې زيرمې بلل کيږي ددې نل لېکې څخه به د افغانستان له لارې هندوستان ته غاز انتقاليږي چې په دې ډول افغانستان به ددې پروژې څخه اته فيصد عايد ترلاسه کوي.

که څه هم په دې پروژې وروستى تړون نزدې دوه کاله وړاندې شوى خو د منتقدينو په نظر د بيلا بيلو عواملو له امله پرې ملموس کار نه ليدل کيږي.

په دې پروژې لومړى کار د نويمې ميلادي لسيزې په نيمايي کې پيل شوى وو ، بيلابېلو کمپنۍ او د کمپنېو ټولنې په دې پروژې کې ونډه درلوده.

څرنگه چې دا نل ليکه له افغانستانه تيريږي، په ١٩٩٨ د غازو د بيلابيلو کمپنېو لخوا هغه مهال طالبانو سره هم خبرې شوې وې چې دکابل په گډون د افغانستان ډيره برخه او هغې سيمې چې دا نل ليکه به ترې تيږي په لاس کې درلودې.

خو څه وخت چې په همدې کال په نيروبي او دارالسلام کې د القاعدې لخوا امريکايي سفارتونو باندې بريدونه وشول نو په دې پروژې هم کار په ټپه ودرېد.

ځکه چې هغه مهال القاعدې مرکز په افغانستان کې وو او طالبان پرې کلک ولاړ وو.

دا چې نه يواځې د اقتصادي پلوه دا پروژه څلورو واړو هېوادو په ځانگړې توگه افغانستان ته ډيره مهمه تمامېدى شي په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د حکومت له سقوط يو کال وروسته په ٢٠٠٢ کال کې ترکمنستان ، افغانستان او پاکستان د بل تړون له لارې دا پروژه بيا راژوندۍ او ورپسې خبرو کې هندوستان هم شامل شو.