حکومت ولسي جرګې ته ۹ وزیران د تایید لپاره ولېږل

افغان وزیران
Image caption ټاکل شوې، ولسي جرګه په روانه اونۍ دغو نوماند وزیرانو ته تایید یا رد رایه ورکړي.

افغان حکومت د خپلې کابینې نهه پاتې وزیران ولسي جرگې ته د تایید لپاره واستول.

ولسي استازو ته د استول شوو وزیرانو په ډله کې ډېره برخه هغه کسان دي، چې له ډیر مودې راهیسې یې د سرپرست وزیرانو په توګه کار کړی او یا هم داسې کسان دي، چې د ولسي جرګې د تیرې دورې استازو د باور رایه نه ده ورکړې.

له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته افغان حکومت دخپلې کابینې د پشپړولو لپاره نهه نوماند وزیران ولسي جرګې ته د تایید لپاره واستول.

د ولسمشر کرزي دویم مرستیال کریم خلیلي ولسي جرګې ته د دغو نوماند وزیرانو د ورپيژندلو پرمهال هیله وښوده، چې ولسي استازي به دغو نوماندو وزیرانو د تایید رایه ورکړي. ښاغلي خلیلي نوماند وزیران ولسي جرګې ته داسې ورپیژندل:

''د اوبو او بریښنا وزرات ته محمد اسعماعیل خان، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته داود علي نجفي، عامې روغتيا وزارت ته ثريا دليل، د مخابراتو وزارت ته اميرزی سنګين، د ښاري پراختیا لپاره حسن عبداللهي، د ښځو چارو وزارت ته داګتر حسن بانو غضنفر، دلوړو زده کړو وزارت لپاره عبیدالله عبید، د فواید عامې وزارت لپاره نجیب الله اوژن او د کلیو او پراختیا لپاره ویس برمک معرفي شوي دي.''

ولسي جرګې ته د نوو پیژندل شوو نوماند وزیرانو په ډله کې څلور کسان نوي دي، او پنځه نور يې هغه دي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د سرپرست وزيرانو په توګه کار کاو.

که څه هم یو شمیر ولسي استازو دغې جرګې ته دهغو نوماندو وزیرانو په ور پیژندو نیوکه کوله، چې پخوا دغې جرګې رد کړی و، خو داسې ښکاریده، چې ډیرو استازو دغه مسله ستونزه نه ګڼله.

په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازې شینکۍ کړوخیل وايي، پخواني نوماندان د دې ولسي جرګې له خوا نه دي رد شوي نو ځکه د دې به باور کولای شي ولسي جرګه بیا هم دتایید یا رد رایه وکړي.

له بله پلوه یو شمیره وکیلان په دې باور دي، چې ولسي جرګې ته په پيژندل شوو کسانو یو شمیر داسې کسان شته، چې د دوی په وینا د هغوی د وړتیا په پام کې نیولو سره غوره شوي دي خو دا هم وايي، چې ښا یې ټول یې د باور رایه ترلاسه نه شي کړای.

ولسي جرګې ته دغه کسان پر داسې مهال معرفي کېږي چې لوی څارنوال او د سرې مياشتې رييس هم بايد له ولسي جرګې د باور رايه واخلي.

په تېرو دوو کلونو کې ولسي جرګې ته د وزيرانو نه ورپيژندل، هغه مسله وه، چې تر ډیره د ولسمشر کرزي او ولسي جرګې ترمنځ اړيکې چندانې ډیرې ښیې نه وي.

ورته مطالب