ګیلاني له افغان طالب مشرانو 'مثبت ځواب' غواړي

ګیلاني د انځور حقوق
Image caption ګیلاني ویلي چې د افغانستان نارامۍ نېغ په نېغه پر پاکستان ناوړه اغېز کوي.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند پر سخت دریځو جنګیالیو سربېره افغان طالب مشران د سولې بهیر ته بللي دي.

ښاغلي ګیلاني دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې افغان ولسمشر حامد کرزي مخکې ویلي وو چې''اوس د افغانستان په تاریخ کې د یوې نوې پاڼې د پرانیستو او نوي باب خلاصولو وخت دی.''

یوسف رضا ګیلاني له افغانانو وغوښتل چې''اوس دا وخت رارسېدلی چې افغانان سره یو موټی شي او پخپل هېواد کې سوله پخپله ټینګه کړي.''

د یو شمېر شنونکو په باور، د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول حیاتي دی.

پر پاکستان تور دی چې پخپله خاوره کې یې افغان طالب مشرانو ته ځای ورکړی دی.

خو پاکستان دا راپور بې بنسټه وباله.

تېره میاشت د ناټو ځواکونو د یوه پټ راپور په افشا کېدو سره بربنډه شوه، چې له افغان جنګېدونکو طالبانو سره د پاکستان د څارګرې ادارې مرسته ده.

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزی د یوه جګپوړي افغان پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ او له پاکستاني مشرانو سره یې د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي له یو شمېر هغو پاکستاني علماوو سره هم وکتل، چې ګڼ طالب قومندانان یې له مدرسو فارغ شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر د تېرې جمعې پر ورځ وویل:''غواړم له طالب مشرانو او نورو ټولو جنګېدونکو افغان ډلو وغواړم، چې د افغانستان د سولې او ملي پخلاینې په بهیر کې ورګډ شي.''

ښاغلي ګیلاني زیاته کړه، دی هیله من دی چې طالب مشران به زما غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او د افغانستان د سولې په بهیر او پخلاینه کې مستقیماً ورګډ شي.''

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ویلي وو، چې هېواد یې پر طالبانو کنټرول نه لري، او که یې درلودی، خپل هېواد به یې له خونړیو بریدونو ژغورلی وای.

تر هغه وړاندې بیا، د پاکستان د څارګرې اداې مخکني مشر جنرال حمید ګل اسلام اباد کې د محصلینو غونډې ته وویل، پاکستان باید تر هغه د افغانستان د سولې په بهیر کې ورګډ نه شي، چې افغان حکومت ترې په رسمي توګه نه وي غوښتي.

خو یوسف رضا ګیلاني وویل، چې پاکستان په هر ډول د افغانستان د سولې او پخلاینې ملا تړي.

ګیلاني دا هم ویلي چې پاکستان له یوه باثباته او ارام افغانستان سره د اړیکو لرلو لېواله دی.

اسلامي ګوند

Image caption غیرت بهیر وايي، اسلامي ګوند د افغاني الشموله خبرو پلوي کوي.

بل خوا، د تېرې جمعې پر ورځ (فبروري ۲۴) اسلامي ګوند د سولې د بهیر په تړاو د لومړي وزیر ددې څرګندونو هرکلی کړی دی.

د اسلامي ګوند د سیاسي چارو مشر ډاکټر غیرت بهیر ویلي، ګوند یې هم د یوه افغاني الشموله خبرو او په هېواد کې د روانې جګړې د پایته رسېدا غوښتونکی دی.

د اسلامي ګوند په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې له هر راز بهرنۍ لاسوهنې پرته باید افغانان پخپلو کې سره یو او جوړجاړي ته ورسېږي.

ورته مطالب