ناټو د کابل له بېلابېلو وزارتونو خپل کار کوونکي وایستل

لیون پنیتا د انځور حقوق b
Image caption د واشنگټن له خوا غبرگون سخت او چټک و.

امريکا په کابل کې پر خپلو دوو پوځي افسرانو بريد په کلکه غندلى چې وايي د منلو وړ نه دى.

واشنگټن دغه راز پر افغان چارواکو غږ کړى چې د ناټو ځواکونو د ساتنې لپاره گامونه پورته کړي.

د افغانستان دفاع وزارت پر دغې وژنې چې د کورنيو چارو وزارت په خورا خوندي سيمه کې شوې، بښنه غوښتې ده.

له واشنگټن نه جوناتان بلېک په دې اړه رپوټ لري:

د واشنگټن له خوا غبرگون سخت او چټک و. دفاع وزارت وايي دغه وژنې د منلو نه دي او امريکا يې په دومره سختو ټکو غندي چې په خولې راځي.

پنتاگان وايي د افغانستان دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ خپل امريکايي انډول ليون پنېتا ته ټېلېفون کړى او د غمشريکۍ ترڅنگ يې ترې بښنه غوښتې ده.

اوس امريکا له افغان حکومت نه غواړي چې د هغې په وينا تر يوې ترخې اوونۍ وروسته د ناټو ځواکونو د خونديتوب لپاره گامونه پورته کړي.

ويل کېږي چې په کابل کې پروني وژل شوي کسان- يو ډگروال او بل جگړن وو چې د کورنيو چارو وزارت په ودانۍ کې دننه ويشتل شوي دي.

خورا خوندي ودانۍ

ددغه وزارت وياند محمد صديق صديقي بي بي سي ته وويل چې ودانۍ خورا خوندي وه:

"د وزارت امنيت د افغان پوليسو له خوا ټينگ ساتل کېږي. په ډېرو مرکزونو کې کلک اقدامات نيول شوي دي. په تېرو دوو مياشتو کې مو هېڅ پېښه، په تېره بيا دا ډول پېيښه نه درلوده يا لږ تر لږه پوليسو په تېرو څو مياشتو يو گواښ هم نه و موندلى. هرڅه بيخي سم و او پوليسو يې ټينگ امنيت نيولى و".

لا تر اوسه څرگنده نده چې دغه کسان به چا وژلي وي، سره له دې چې طالبانو يې ټټر وهلى دى. دغه راز دا هم روښانه نده چې وژنې په افغانستان کې اسلام ته د سپکاوي خلاف روانو مظاهرو سره تړاو لري او که نه.

د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو- آيساف يوه وياند بريدجنرال کارستېن جېکوبسن وويل ناټو ددغې وژنې په غبرگون کې په کابل کې له وزارتونو او موسساتو څخه خپل کارکوونکي باسي:

د انځور حقوق AP
Image caption ایساف وايي چې له وزارتونو او دفترونو یې خپل سلاکاران د خونديتوب په موخه وایستل.

"موږ د يوه سملاسي اقدام په توگه، په ټول کابل کې له بېلابېلو وزارتو او دفترو څخه خپل کارکوونکي وايستل. په ټول کابل کې د آيساف له بېلابېلو څانگو څخه له افغان ځواکونو سره د تماس، مرستې او تخنيکي لاسنيوي لپاره کسانو کار کاوه.

د شپې په رارسېدو سره به دوى د آيساف په ودانيو کې پاتې کېږي او څملي. دوى مو رابللي چې پوه شو څوک چېرې دى او شمېر يې څومره دى او وروسته به نورې پرېکړې کېږي. دا يو موقت اقدام دى".

د افغانستان له وزارتونو څخه د سلاکارانو ټولول ښايي په لنډمهال کې له دې ډول بريدونو څخه د ژغورنې يوه لار وي، خو دا به د امريکايي ځواکونو له دې موخې سره مرسته ونشي کړاى چې واک تر ټينگېدولو وروسته، افغان لوري ته وسپاري او تر ٢٠١٤ کاله له هيواده ووځي.

ورته مطالب