کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده

حامد کرزی د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر کرزي پر امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې د خلکو د سر او مال په خوندي کولو کې محتاط واوسي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د امريکايي ضد لاريونونو په شپږمه په داسې حال کې چې خبرې يې په ژوندۍ بڼه خپرېدې په حکومتي تلويزيون راڅرګند شو.

د ده د خبرو د سر سر ټکی د بګرام په هوايي اډه کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د قرآن کريم د نسخو د سوځولو موضوع وه چې درستو افغانانو ته يې ټکان ورکړی دی.

ولسمشر کرزي د امريکا له حکومت نه د دغې پېښې عاملينو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي په بګرام کې د قرآن کريم د څو ټوکو د سوځېدو په تړاو د افغان ولس د احساساتو ننګه وکړه، خو ترې ويې غوښتل چې خپل احساسات اداره کړي.

نژدې په ټول افغانستان کې د دې اقدام پر ضد مظاهرې شوي چې، تر اوسه په کې ۲۹ کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له لويه سره په بګرام کې د قرآن کريم د نسخو د سوځېدو پر ضد د اعتراضونو ننګه وکړه او دا يې د افغانانو قانوني حق وباله، خو ترڅنګ يې د اعتراضونو پر مهال ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو هم اندېښنه په ډاګه کړه.

ولسمشر کرزي پر مظاهره چيانو غږ وکړ چې خپل احساسات اداره کړي او پرېنږدي چې د ده په خبره د افغانستان دښمنان د دوی له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي.

حامد کرزي چې هڅه يې کوله قهرېدلي افغانان يو څه ارامه کړي په خپلو خبرو کې وويل په دې تړاو د امريکا له حکومت سره غږېدلی او هغوی هم په دې تړاو د بشپړو پلټنو ډاډ ورکړی دی.

ولسمشر کرزي دغه راز پر امنيتي ځواکونو هم غږ وکړ چې د خلکو د سر او مال په خوندي کولو کې محتاط واوسي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما، د دغه هېواد د دفاع وزير ليون پنېتا او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر قومندان جان الن د قرآن نکريم د سپکاوي په تړاو له افغان حکومت او افغانانو بښنه غوښتې ده.

ورته مطالب