افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي

افغان پولیس د انځور حقوق
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي چې برید د وزارت د ودانۍ په یوه خورا خوندي خونه کې شوی.

یوې افغان امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، د ناټو ددوو افسرانو د وژلو په پېښه کې د کورنیو چارو وزارت یو کارکوونکی تورن دی، چې له تری تم کېدا وروسته یې اوس د موندلو هڅې پیل شوې دي.

دغه وزارت ویلي، چې د شکمن کس د موندلو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړي.

د وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې اوس د شکمن برید کوونکي سخت لټون دوام لري.

که څه هم د پېښې ډېر جزییات تر اوسه نه دي ورکړل شوي، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو سلاکارانو له وژل کېدا وروسته یاد چلوونکی تښتېدلی دی.

پر همدې مهال، د فرانسې خبري اژانس د یوه افغان چارواکي له قوله ویلي، چې شکمن سړي د وزارت د استخباراتو په اداره کې کار کاوه.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د بهرنیو سلاکارانو وژونکی د دوی سړی و چې دا برید یې په بګرام هوايي اډه کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې کړی دی.

د تېرې شنبې په ورځ (فبروري ۲۵) کابل کې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ د ننه دوه جګپوړي ناټو پوځي سلاکاران په ډزو ووژل شول.

تر برید وروسته، ناټو هم په کابل کې له بېلابېلو وزارتونو او دفترونو خپل کارکوونکي وایستل.

د برتانیا سفارت هم په حکومتي ادارو کې خپلو کارکوونکو ته د وتلو امر کړی.

دغه برید په بګرام کې د ناټو سرتېرو له خوا قرآن کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې د تاوتریخجنو مظاهرو په پنځمه ورځ وشو.

په دغو مظاهرو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

که څه هم د وژل شوو ناټو افسرانو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو ګمان کېږي چې یو امریکایی جګړن او بل ډګروان وو.

راپورونه وايي، چې وسله وال د کورنیو چارو وزارت په یوه خوندي خونه کې پر دغو بهرنیانو ډزې وکړې.

د ناټو ویاند جنرال کاریسټن جېکوبسن ویلي دا "تر اوسه څرګنده نه ده چې دا پېښه څرنګه رامنځته شوه."

بل خوا، د یکشنبې په ورځ ولسمشر کرزي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل هېواد به یې "د سولې او ثبات دښمنانو" ته له دا ډول وضعیت د ګتې اخیستو اجازه ورنه کړي.

نوموړي د دوو امریکايي افسرانو په وژل کېدو خواشيني وښوده او وویل چې دا لا څرګنده نه ده چې دا برید چا کړی دی.

ورته مطالب