کونړ: طالبانو د سولې د عالي شورا غړی خوشی کړ

مولوي شفيع الله شفيع د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption مولوي شفيع الله شفيع ۳۵ ورځې مخکې د کونړ په اسمار کې طالبانو تښتولی وو.

د سولې د عالي شورا ددعوت د کميټې مرستيال مولوي شفيع الله شفيع له څه باندې يوه مياشتې يرغمل نيونې وروسته خوشى شو.

چارو اکې وايي د ښاغلي شفيع د خلاصون په بدل کې هېڅ معامله نه ده شوې.

وړاندې يرغمل نيوونکو د خپلو بنديانو د خلاصون او ځينې نور شرطونه اېښي و.

مولوي شفيع الله شفيع ټيک ۳۵ ورځې وړاندې د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې هغه وخت د ځايي طالبانو له لوري ونيول شو چې دغلته د وسله والو طالبانو له ځينو ډلو سره د سولې د خبرو په نيت ورغلى وو.

د سولې د عالي شورا ددعوت د کميټې مرستيال وايي پرته له کومې معاملې د حکومت او قومي خلکو په هڅو را خوشی شوى:

''تر کومه پورې چې موږه پوهېږو، موږ چون بنديان وو ، فقط او فقط ددغو مسلمانانو په جد وجهد د سپين ږيرو او حکومت په جدو جهد موږه راخلاص شوو، بغير د کومې معاملې نه.''

که څه هم د طالبانو د ويندويانو له لوري په دې تړاو رسنيو ته څه نه وو ويل شوي، خو په اسمار کې د طالبانو يوه ځايي قومندان بي بي سي ته هغه وخت د مولوي شفيع الله شفيع د خلاصون په بدل کې د خپلو ځينو بنديانو چې له حکومت سره دي، د ازادېدو او ځينې نورې غوښتنې کړې وې.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي کله به هم په دغه ډول پېښو کې پټې معاملې ونه کړي.

دی وايي مولوي شفيع الله د سولې له پيغام سره ورغلى نو د حکومت او قومي خلکو په هڅو راخوشى شو:

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي کله به هم په دغه ډول پېښو کې پټې معاملې ونه کړي.

''تاسو ته معلومه ده چې حکومت هېڅکله هم د تبادلې کار له چا سره نه کوي، تاسو ته دا ډاډ درکوم چې زما څلور کاله په کونړ کې کېږي نه مو چاته پيسې ورکړې او نه مو تبادله کړې.''

دا لا نه روښانه چې مولوي شفيع الله شفيع رښتيا هم پرته له کومې معاملې راخوشى شوى، خو دا روښانه ده د افغان حکومت د مشرتابه تر کچې دده د خلاصون په تړاو هڅې روانې وې.

د سولې د شورا دا غړى هغه وخت طالبانو يرغمل نيولى وو چې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو تازه رپوټونه ورکړل شوي و.

ورته مطالب