افغان ماشومان د ماشومانو لپاره خپرونې غواړي

افغان ماشومان
Image caption په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ اداره يونيسف وايي د ماشومانو د حقوقو په اړه يې ځينې پروګرامونه جوړ کړي دي.

د افغان ماشومانو يوې ډلې د دغه هېواد په رسنيو په ځانګړي ډول تلويزيونو نيوکه کړې چې د دوی لپاره د نشت برابر روزنيزې خپرونې لري.

د ماشومانو په روزنه کې د رسنیو د رول په اړه د بحث لپاره يو شمېر کمکيان په کابل کې سره راغونډ شوي وو. دوی په دغه ناسته کې د رسنيو له مسوولانو په کلکه وغوښتل چې د دوی لپاره روزنيزې خپرونې زياتې کړي.

رابلل شوې غونډې ته د افغانستان د تعليمي او تربيوي سرکس بنسټ ماشومانو ترانه وويله، د سرکس ننداره يې وکړه او ټوکې يې وويلې.

د دوی لويه نيوکه له رسنيو وه، په ځانګړي ډول له تلويزيونونو. دوی ويل هغه خپرونې چې اوس د کمکيانو لپاره د تلويزيون پر پردو خپرېږي، بس نه دي.

دوی له دې اړخه هم پر تلويزيونونو نيوکې لرلې چې سريالونه په کې ډېر او اسلامي خپرونې يې کمې دي.

خو د نيوکو لوی تمرکز يې د تلويزيونو پر روزنیزو خپرونو وو، چې دوی وايي ډېر لږ پام ورته کېږي. يو شمېر ماشومانو د اطلاعاتو او کلتور د مرستيال وزير مبارز راشدي، د يونيسف د وياند او د يوه انستيتيوت له يوه استاد سره په ګډه په يوه ګردي مېز کې ګډون وکړ.

ښاغلي راشدي ماشومانو ته ژمنه ورکړه چې د دوی د نيوکو په تړاو به د رسنيو له مسوولانو سره وغږېږي:

''په تلوېزيون کې يوازې يو پروګرام د ماشومانو لپاره کافي نه دی. تلويزيونونه بايد د ژوند په ټولو برخو کې د لويانو په څېر ماشومانو ته هم پروګرامونه ولري. کوښښ کوم چې په دې اړه د رسنيو له مسوولينو سره خبرې وکړم.''

Image caption اوس په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ تلويزيوني چينلونه خپرونې کوي چې له دې ډلې يوازې يو يې د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرونې لري.

په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ اداره يونيسف وايي د ماشومانو د حقونو په اړه يې ځينې پروګرامونه جوړ کړي چې د راډيوګانو له لوري د افغانستان په لر او بر کې خپاره شوي دي.

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ تلويزيوني چينلونه خپرونې کوي چې له دې ډلې يوازې يو يې د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرونې لري.

نور تلويزيونونه يوازې يوه يا دوې خپرونې لري.

دا لومړی ځل دی چې ماشومان په يوه رسمي پروګرام کې له خصوصي تلوېزيونونو نه د کمکيانو لپاره د ځانګړو خپرونو د لرلو غوښتنه کوي.

ورته مطالب