په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پيلو ځى ادبي پروگرام :د مورنۍژبې نړېواله ورځ

پدې پيلوځي کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ یادوو، په افغانستان کې دا حق څومره ماشومانو ته ورکړل شوی دی.

د ډیورند پورې غاړه لا زیاتې ستونزې لري، د مړ شوي شاعر کار او ژوند ته کتنه کوو او په پکتیا کې د د ودونو په لړ کې په ودونو غږیږو.

دا اوونۍ د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د ماشومانو د حقوقو نړیوال کنوانسیون اوټولو نړیوالو منل شویو اصولو دا مسله مهمه ګڼلې او په مورنۍ ژبه د زده کړو سپارښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د اساسي قانون د۴۳ مادې پر اساس هر افغان حق لري چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او چارواکي هم پدې لاره کې د ځینو ګامونو د پورته کولو خبره کوي.

په افغانستان کې اوسمهال ۱۱ ژبې دود دي چې پښتو اودري یې په سر کې راځي او رسمي ژبې هم دي.

په دغه هیواد کې د ۳۳ ژبو له ډلې د عربو، جوګیانو او اورمړو ژبې مړې دي خو۱۱ لا ژوندی پاتې دي او د ښوونې وزارت خپله دنده بولي چې د دغو ژبو ویونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړې زمینې برابرې کړي.

خو لاهم پدې برخه کې ستونزې شته او د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې ځینې ماشومان په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات نه لري. له کندهاره دوې نجونې همدا وایی.

د مسلې د نور سپيناوي لپاره د دې ولایت د پوهنې د چارواکو په لټه کې شولو.

د کندهار د پوهنې ریس پوهنیار نجیب الله مجددي وایی ډيرې پښتنې میرمنې دې ته نه حاضریږي چې په ښونځیو کې لو ست ورکړي نوځکه هغه میرمنې چې په ایران کې یې زده کړې کړي دي، ښایی د دغو ماشومانو ښوونکې وي.

د افغانستان د ښوونې وزارت مرستیال اصف ننګ وایی په هر ولایت کې یې اوسیدونکو ته په خپله مورنۍ ژبه زده کړې پیل کړې دي او په هغو ولایتونو کې چې د بیلابیلو ژبو ویونکي دي په دواړو رسمي ژبو یانې پښتو او دري لوست ورکول کیږي.

نوموړي په یوه مرکه کې پيلوځي ته نور جزیات ورکړل.

د ډیورند د کرښې بل لورته لاهم ځینې پښتانه ماشومان په خپله مورنۍ ژبه زده کړې نشی کولی.

که څه هم د خیبر پښتونخوا مشران وایی پښتو یې په ښوونځيو کې جبري کړې ده خو لاهم نه پوره ښوونکي شته اونه هم درسي وسایل.

په خیبر پښتونخوا کې د پښتو اکاډمۍ پخوانی مشر او د پيښور پوهنتون د اسلامي او ختیځ پيژندنې د پوهنځی ریس راج ولي شاه خټک پدې غږیږي چې ولې پښتو ژبه له لومړي سره له ښوونیز بهیره ایستل شوې وه.

تېره اوونۍ په پیښور کې د پښتو ژبې وتلی شاعر مراد شینوارۍ په حق ورسید.

مراد شینواری د پښتو غزل د بابا حمزه شینواري یوازینۍ زوی و چې په ۱۹۲۸ م کال کې په لنډي کوتل کې زیږیدلی و.

ارواښاد شینواري د شعرونو او غزلو ترڅنګ پښتو فلمونو ته هم سندرې لیکلې وې.

نوموړي په اردو ژبه هم شاعري کړې ده. مراد شینواري په خپل شعر کې پښتنو ته د یووالي پیغام ورکاوه.

په شمال مزارشریف کې یوې فرهنګي ټولنې هوډ کړی چې هنرمندو پیغلو ته د انځور ګری د وسایلو په برابریدو کې مرسته وکړي.

لسګونه پیغلې په خپلو وریښمینو اوهنرمندو ګوتو دطبیعت، چاپیریال او په هغه کې دااوسیدونکي مخلوق بیلابیلو انسانانو انځورونه دانځورګرۍ مینه والو ته وړاندې کوي.

د لومړي ځل لپاره د بلخ ادبي خونې ځوانو انځورګرو نجونو ته دا موکه برابره کړې ده. په مزارشریف کې زموږ همکار امیر بریال د پیلوځي په غوښتنه د نورحال لپاره همدې مرکز ته ورغلی و.

پکتیا هغه سیمه ده چې پخواني دودونه لاهم پکې ژوندي پاتې دي او خلک یې ساتي اوپالي یې.

یو پخوانی دود هم واده دی چې په ډیرو سیمو کې یې پخواني خوندونه او دودونه له ځان سره سا تلي دي.

په نورحال به مو د بي بي سي ځایی خبریال احسان الله محجور خبروي.

اکبرنامه هغه کتاب دی چې څه موده مخکې په کوټه کې چاپ شو. کتاب د افغان انګلیس د لومړنۍ جګړې کیسه او د وزیر محمد اکبرخان میړانو او کارنامو ته ځانګړی شوی دی.

په ۱۸۴۲ کال کې حمید کشمیري د لومړی ځل لپاره په فارسي ژبه دا کتاب لیکلی او دافغانانو کارنامې یې پکې یادې کړې دي، وروسته ملاجانان پښتو کړی چې اوس شاعر، لیکوال او څیړونکي ډاکتر عبدالروف رفیقي پرې څیړنه کړې، د هغه لیکونکي یې راپيژندلی او په نوې بڼه یې چاپ کړی دی.

بل کتاب یې سراج الاخبار ته ځانګړی شوی او نوموړي په تېر اکتوبر کې د سراج الاخبار سلمه کلیزه په لیکنو اوڅیړنو ولمانځله.

د ښاغلي رفیقي په ګومان دې ورځپاڼې د افغانستان د ازادۍ په ګټلو کې مهمه ونډه لرله چې د باد شاه امان الله خان خسر محمود طرزي چلاوه.

د بریتس اوارد یا د برتانیې د وتلو سندرغاړو جایزې وویشل شوې. سږنۍ غوره جایزه سندر غاړې اډېل تر لاسه کړه. دا جایزه دې ته د مولتي پلتینیوم البوم په بدل کې ورکړل شوه.

نوموړې تردې مخکې د امریکا په لاس انجلس کې دموسیقۍ شپږ جایزې ګټلې وې. هغې وویل کورته د ۶ جایزو سره دراتګ ترڅنګ د بریتس دکال دغوره جایزې ګټل د دې لپاره ترټولو لوی بری او ویاړ دی.

نوموړې د برتانیې یوه خوږ غږې سندر غاړې ده چې پدې وروستیو کې یې دستونې عملیات وکړ او له همدې کبله یې زیات شمیر کنسترتونه وځنډیدل.

لیکواله جې کې رولینګ وایی پلان یې دی چې دلویانو لپاره خپل لومړنی ناول چاپ کړي. دا وایی دا به دهری پوټر له کتابونو سره چې هغې ته یې ډېر شهرت ورکړی زیات توپير ولري.

لیکوالې دهری پارټر اووه کتابونه چاپ کړي چې په نړیواله کچه یې ۴۵۰ میلونه جلده پلورل شوي دي.