په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بي بي سي نړيوالو خپرونو اتيايمې کليزې ځانگړى ستاسې غږ

Image caption په بوش هاوس کې د بي بي سي د اتيايمې کاليزې په مناسبت ځانگړي ستاسې غږ د لوېې جرگې د خيمې په څير جوړې شوې خيمې څخه وړاندې شو

دا اونۍ د بي بي سي نړیوالو خپرونو د اتيايمې کليزې لمانځنې روانې دي.

په دې مناسبت دفبرورۍ په ٢٩ (چارشنبه) د بي بي سي په ټولو خپرونو کې له مرکزي ودانۍ بو ش هاوس څخه د افغانستان د لوېې جرگې د خيمې په څېر جوړې شوې خيمې له تالاره ټوله ورځ ځانگړې خپرونې ترسره شوې.

بي بي سي په ١٩٣٢ ميلادي کال کې خپلې نړيوالې خپرونې په انګرېزۍ ژبه پيل کړې.

د وخت تېرېدو سره د بي بي سي نړيوالې خپرونې هم پراخه شوې او په لسگونو ژبو یې خپرونې کړي دي.

اوس دا شمېره ٢٨ ته راټيټه شوې چې ډېرې خپرونې يې پر انټرنېت دي.

په بي بي سي کې د پښتو خپرونه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له تېري څو کاله وروسته په ١٩٨١ کال کې شروع شوه او د ١٩٩٦ کال څخه يې په محدوده کچه د پښتو ويب پاڼه هم پيل شوه.

د ٢٠١٠ کال د مارچ له مياشتې راهيسته د بي بي سي پښتو ويبپاڼه لا پراخه شوه.

Image caption د بي بي سي د اتيايمې کاليزې په مناسبت ځانگړي ستاسې غږ کې دنظرخاوندانو د راتلونکو خپرونو په اړه خپل نظرونه څرگند کړل.

په دې ځانگړي ستاسې غږ کې د اتايمې کاليزې په مناسبت د خيمې په تالار کې ډاکټر ذاکر حسين، زرغونه رسا، وحيد نوشير او بريالى بارکزي او په کابل کې سيد اعظم چې په يو نه يو ډول مطبوعاتو سره تړاو لري، په دې وغږېږېدلو چې ايا اوس هم نړۍ نړيوالو خپرونو ته اړتيا لري او د څه لپاره؟

خپرونې بايد په کومو موضوع گانو وي او د چا نظرونه او غږونه بايد خپاره شي؟ دغه راز په دې هم خپل نظرونه رالېږلى شئ چې کوم ارزښتونه او نظرونه زمونږ ټولو ترمنځ شريک دي؟

د افغانستان لپاره د بي بي سي د خپرونو مسول لطف الله لطيف د بي بي سي د راتلونکي پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

پروگرام د عنايت الحق ياسيني له خوا وړاندې او جوړوونکې ډله ېې سعيده محمود او اسماعيل مياخيل وو.