''رد شوي نوماند وزیران بیا ځانونه کاندیدولی شي''

ولسي جرګه د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption تمه ده چې پر راتلونکې سه شنبه ددغو کسانو د رد او يا تاييد په اړه ولسي جرګې رايې واچوي.

د ولسي جرګې د داخلي اصولو او ندونو اووه شپيتمې مادې ولسي جرګې ته د حکومت د وړانديز شوو نوماندو وزيرانو د بيا معرفي کولو مخه نيوله، خو د ولسي جرګې نننۍ پرېکړې دغه مانع له منځه يووړ.

د افغانستان د ولسمشر له لوري په معرفي شوو نهو کانديد وزيرانو کې اووه داسې کسان دي چې د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې له لوري رد شوي و.

ددغې مادې تعديلول چې اوس ددويم ځل لپاره رد شوو نوماند وزيرانو ته د معرفي کېدو اجازه ورکوي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرؤف ابراهيمي وويل:

''۷۶مه ماده، که چېرې وړاندیز شوی وزیر، یا د اساسي قانون له ۶۴ مادې لاندې ۱۱ او ۱۲ فقرو کې راغلي څه د ولسي جرګې له خوا رد شي، یاد شوی کس په هماغه دوره کې د همدغه پوست لپاره معرفي کېدای نه شي، همدغه تقیني دوره، چې ۱۵مه دوره ده، په شپاړسمه دوره کې شامله نه ده.''

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له لوري جرګې ته د معرفي شوو نهو وزيرانو له منځه، اووه کسه يې د ولسي جرګې د مخکنۍ دورې له خوا رد شوي و.

خو ددغې مادې په تعديل سره، اوس د هغوی د بريالي کېدو فرصت په ډېرېدو دی.

دغو اووو کسانو له هماغه وخت راهيسې د سرپرست وزيرانو په توګه کار کاوه.

په همدې لړ کې، نن ولسي جرګې ته د فوايد عامې نوماند وزير انجنير نجيب الله اوژن او ښاري پراختيا ته نوماند وزير حسن عبداللهي ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړل.

د جرګې کرۍ غونډه ددغو نوماندو وزيرانو د وړاندې شوو طرحو په اړه په نيوکو تېره شوه.

په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې نور وړانديز شوي نوماند وزيران هم ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه او طرحې وړاندې کړي.

تمه ده چې پر راتلونکې سه شنبه ددغو کسانو د رد او يا تاييد په اړه ولسي جرګې رايې واچوي.

ورته مطالب