امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي

امریکايي ضد مظاهره د انځور حقوق bbc
Image caption د افغانستان امریکايي ضد مظاهرو کې نژدې ۴۰ کسان ووژل شول.

د افغانستان د علماوو سراسري شورا له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدو پر مهال ويلي دي چې د قرآن کريم د ټوکونو سيځنه د بگرام زندان د ناقانونه مشرتابه له کبله رامنځ ته شوې.

شورا په خپره کړې اعلاميه کې غوښتنه کړې چې د بهرنيو ځواکونو زندانونه بايد وتړل شي، او د قرآن سوځونې عاملان محاکمه شي.

بل خوا، امریکايي پوځي څېړونکو ویلي، چې پنځه امریکايي پوځيان په بګرام امریکايي اډه کې د قرآن سوځونې په تور ګرم پېژندل شوي دي.

واشنګټن پوست ته د امریکا د پوځ یوه چارواکي ویلي، دغه پوځيان که څه هم په رسمي توګه تورن نه دي ګڼل شوي، خو د کره کېدا په حالت کې به په پټه محاکمه شي او نومونه به یې افشا نه شي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان په بګرام هوايي اډه کې ناټو سرتېرو د قرآن کریم ځینې ټوکه وسوځول، چې د ګڼو افغانانو غصه یې راوپاروله.

تر پېښې وروسته له بګرامه خونړۍ مظاهرې پیل شوې، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د څلورو امریکایانو په ګډون پکې ۴۰ افغانان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

په تېره چهارشنبې ایساف ویلي وو چې د پېښې په اړه پلټنه روانه ده، که چېرې دوی پړه وخېژول شي، د امریکا د پوځي قانون له مخې به سزا ورکړل شي.

په تېرو مظاهرو کې قهرېدلو مظاهره کوونکو په ډاګیزه توګه د قرآن سوځونو د محاکمې غوښتنه کوله.

د افغانستان د علماوو شورا هم ویلي، چې د پېښې عاملین دې په علني ډول محاکمه شي.

خو د امریکا پوځي چاروکو واشنګټن پوست ته ویلي چې دغه پړه کسان به په پټه محاکمه او نومونه به یې افشا نه شي.

یو شمېرا فغانان په اسلامي محکمه کې ددغو کسانو محاکمه کېدل غواړي.

واشنګټن پوست ته امریکايي پوځي چارواکي ویلي: ''ددغو سرتېرو لپاره دا پرېکړه جدي ده، دوی به خپلې دندې له لاسه ورکړي، خو په ډاګیزه توګه به محاکمه نه شي.''

یوه بل امریکايي چارواکي ویلي: ''کوم کار چې دوی کړی دی، له بې پامۍ ترې شوی دی، او قصداً یې ددې کار نیت نه درلود.''

ورته مطالب