پوهنې وزارت کوچیانو ته ''ګرځنده زده کړې'' برابروي

زده کوونکي د انځور حقوق
Image caption کوچیان وايي چې حکومت ددوی لیک لوست ته هېڅ پام نه دی کړی.

د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د کوچیانو د لیک لوست د زده کړې لپاره یو اوږد مهاله پروګرام جوړ کړي.

د کوچیانو یوشمېر استازي وايي، کوچیان په کافي اندازه د لیک او لوست د زده کړې مرکزونه نه لري، چې په وینايي دغه په یوه لویه ستونزه بدله شوې وه.

خو د پوهنې وزارات چارواکي وايي، د دغه پروګرام له مخې به د کوچیانو لپاره ګرځنده زده کړې برابرې شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، دا چې کوچیان په یوه ځای مېشت نه وي، له همدې کبله يي ماشومان د لیک او لوست د زده کړې د یوه منظم سیستم د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وي.

دغه چارواکی زیاتوي، په داسې یوه پروګرام کار کوي، چې له مخې به يي د کوچیانو ماشومان د لیک او لوست د زده کړې د یوه منظم سیستم درلودونکي وي.

د پوهنې وزارت لیک او لوست د زده کړو د پروګرامونو مشر الله باز جم وايي، د دغه پروګرام له مخې به د کوچیانو ټولې اړتیاوې په پام کې نیول کېږي:

درې ډوله ژوند

''اوس ددوی لپاره پر یوې تګلارې کار کوو، ددوی ټولې غوښتنې په یوه اوږدمهاله پروګرام کې ځایوو، ددوی لپاره د ښوونې او روزنې پروګرام، د ښوونکو ګمارل، تجهیزات او لېږد، کسبي مهارتونه او څارنه مو په پام کې نیولي دي.''

ښاغلی باز جم زیاتوي، دا چې کوچیان درې ډوله ژوند لري، لېږدېدونکي، نیمه لېږېدونکي دي او ثابت دي، له دوی سره ښوونکي باید د تل لپاره مل وي.

د افغانستان د کوچیانو د مستقلې ادارې عمومي مشر وايي، دا مهال کوچیان شاوخوا ۲۰۰ لیلیې، ښوونځي او دیني مدرسې لري، خو ددغه په وینا، دغه شمېره کافي نه ده.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې تر دې وروسته به د کوچیانو د لیک لوست لپاره پخپله تګلاره کې د کوچیانو لپاره منظم پروګرامونه جوړوي.

ورته مطالب