برتانیا: هلمند کې مو شپږ پوځيان 'وژل شوي'

برتانوی سرتېري په هلمند کې د انځور حقوق
Image caption په افغانستان کې کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د وژل شوو برتانوي سرتېرو شمېر ۴۰۴ ته رسېږي.

د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان په سوېل کې یې شپږ سرتېري تری تم شوي دي.

دفاع وزارت وايي، دغه سرتېري یې وروسته تر هغه ورک شول، چې یو ګاډی یې وچوول شو.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي، چې د سه شنبې په ورځ (مارچ ۶) یې شپږ سرتېري د افغانستان په سوېل کې تری تم شوي چې ''احتمالاً'' وژل شوي به وي.

خو د برتانیا دفاع وزارت ویلي، چې شپږ سرتېري یې په افغانستان کې تری تم شوي، چې د وژل کېدو احتمال یې ډېر دی.

برتانیا وايي چې د وژل شوو سرتېرو کورنیو ته د هغوی د وژل کېدا خبر ورکړل شوی دی.

بل خوا، د هلمند چارواکو ویلي چې دغه پېښه تېر ماښام د نهرسراج په ولسوالۍ کې وې ده.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي د پېښې پخلی کوي، خو هغه د وژل شوو پوځیانو د شمېر په اړه بې خبري ښيي.

د همدې ولایت د افغان ځواکونو د همغږۍ د مرکز مرستیال محمد اسماعیل هوتک وايي چې په دغه پېښه کې ۶برتانوي پوځیان وژل شوي.

هغه وایي چې دا لا معلومه نه ده چې پېښه د سړک غاړی ماین له امله رامنځته شوې او که د وسله والو له خوا پرې د راکټ برید شوی.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې تېره شپه یې په لښکرګاه کې د بهرنیو پوځیانو يو زغره وال ګاډی له منځه وړی او په کې سپاره ټول یې وژلي.

که په رسمي توګه ددغو پوځيانو وژنه تایید شي، په افغانستان کې کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د وژل شوو برتانوي سرتېرو شمېر ۴۰۴ ته رسېږي.

په هلمند کې د برتانوي ځواکونو ویاند جګړن ګورډن مکینزي ویلي: "په خواشيني سره ویلی شم، چې زموږ شپږ سرتېري د ګزمې پرمهال تری تم شوي دي، چې د وژل کېدو ډېر احتمال یې شته."

ویاند زیاتوي، دغه کسان د جګړې په سیمه کې هغه مهال تری تم شول، چې ګاډی یې د سړک پرغاړه پرخښ شوي ماین وربرابر شو.

ژور ټکان

د برتانیا لوی درستیز نرال ډېوېد ریچرډز ویلي، چې ددې پېښې په اورېدو یې ژور ټکان وخوړ.

تر دې مخکې افغانستان کې د برتانیا وروستی سرتېری د تېرې فبرورۍ پر ۱۳مه، وژل شوی وو.

ورته مطالب