افغانستان:هوايي ځواک مو په قاچاق کې ښکېل نه دى

افغان هوايي ځواک
Image caption په افغان هوايي ځواک کې ډيرې ترانسپورتي الوتکې دي او ځينې يې چورلکې دي

د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال وهاب وردگ له بي بي سي سره په خبرو کې هغه رپوټونه بې بنسټه وبلل چې ويل يې د دوى د ځواکونو ځينې کسان په قاچاق کې ښکېل دي.

په افغانستان کې د ناټو د روزنيزو چارو يوۀ مسوول تر دې وړاندې ويلي و چې دوى د هغو رپوټونو پلټنه کوي چې وايي د افغان هوايي ځواکونو ځينې کسان د مخدره توکو او ناقانونه وسلو په قاچاق کې ښکېل دي.

د ناټو د يوۀ چارواکي له خولې رسنيو رپوټ ورکړى چې دوى د دغو تورنو پلټنه کوي او وگوري چې د لا نورې پلټنې وړ دي که نه.

د افغانستان پر هوايي ځواکونو باندې دغه تور د امريکا د وال ستريت جنرال ورځپاڼې په لومړي ځل ياد کړى و.

ورځپاڼې په افغان هوايي ځواکونو کې دننه او بهر داسې سرچينې يادې کړې وې چې نوم يې نه و اخيستل شوى خو ويل يې د هغوى په وينا ځينې کسان د وسلو او مخدره توکو په قاچاق کې ښکېل دي.

د افغانستان هوايي ځواک چې تر ١٩٩٠ مو کلونو پورې په پرتله ييز ډول پياوړى و د مجاهدينو په خپل منځي جگړو کې تر ډيره له منځه لاړ.

د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو راهيسته افغان حکومت څو ځلې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د هوايي ځواک په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

افغان هوايي ځواک لا تر اوسه جنگي الوتکې نه لري خو ځينې چورلکې لري چې په هغو کې يې يو شمير په پوځي عملياتو کې کاريدلى شي.

د هوايي ځواک ډيرې الوتکې ترانسپورتي دي.

ورته مطالب