زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي

زلمی رسول
Image caption رویټرز لیکي، افغان چارواکي د پخلاینې د خبرو لپاره له سعودي عربستان او ترکیې د زمینې د برابرولو غوښتونکي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد یو جګپوړی پلاوی قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره روان دی.

قطر ته ددغه افغان چارواکي سفر له طالبانو سره د سولې او پخلاینې لپاره د خبرو تمې راپیدا کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند جانان موسی زي له قوله ویلي، زلمی رسول به په راتلونکو لسو ورځو کې دوحې ته سفر وکړي.

په تېره جنورۍ کې طالبانو په قطر کې د سیاسي دفتر د جوړېدو رپوټونه تایید کړل.

سیاسي شنونکي په دې اند دي چې اوس طالبان هم د سولې د خبرو په اړه نرم شوي دي.

څارونکي وايي، له افغان او امریکايي حکومتونو سره د طالبانو ممکنه خبرې ښايي ښايي په حکومت کې طالبانو ته د ځینو پوښتونو په ورکولو هم راټولې وي.

ځینې بیا په دې اند دي چې شاید طالبانو ته د افغانستان په سوېل کې ځینې سیمې ور پرېښودل شي.

مخامخ خبرې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د فبرورۍ په وروستیو کې طالب مشران له حکومت سره د جګړې پایته رسولو په موخه مخامخ خبرو ته راوبلل.

ځینې شنونکي په دې اند دي چې د افغانستان د پخلاینې په خبرو کې قطر او پاکستان ښه رول لوبولی شي.

وړاندې د ولسمشرۍ دفتر د کرزي له خولې ویلي وو چې: "د سولې د راتلو په موخه، طالب مشران له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته رابولم."

"په دې اړه د پاکستان ملاتړ هم ځانګړی اهمیت لري، د پاکستان له حکومت څخه غواړم چې په سوله ییز چوکاټ کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي."

خو وړاندې طالبانو ویلي وو چې دوی له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او له امریکا سره د ممکنه خبرو لپاره هڅې پیل شوې دي.

رویټرز لیکي، افغان چارواکي د پخلاینې د خبرو لپاره له سعودي عربستان او ترکیې د زمینې د برابرولو غوښتونکي دي.

د امریکا متحده ایالتونو وړاندې له دې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، له طالبانو سره د سولې هر راز خبرو لپاره هلې ځلې کوي.

ورته مطالب