''پنځه طالب بندیان له ګوانتانامو قطر ته لېږدول کېږي''

ګوانتانامو زندان د انځور حقوق
Image caption دغه بندیان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په لوړو پوړو کې دنده تر سره کړې او له لسو کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې ول.

افغان حکومت وایي قطر ته د هغو طالب چارواکو پر لېږلو موافقه شوې چې دا مهال د امریکا په پوځي زندان ګوانتانامو کې بندیان دي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي دا موافقه د حکومت د یوه پلاوي له سفر وروسته شوې چې په ګوانتانامو زندان کې یې له طالب بندیانو سره له نژدې کتلي او د هغو موافقه یې تر لاسه کړې ده.

افغان حکومت وایي د ملي امنیت د شورا لخوا یوه استول شوي پلاوي د کیوبا په امریکايي پوځي زندان ګوانتانامو کې له هغو طالب بندیانو سره له نژدې لیدلي او موافقه یې اخیستې چې ښایي په نژدې راتلونکي کې خوشي او قطر ته ولېږل شي.

د و لسمشر ویاند ایمل فیضي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې دغو پنځو طالب بندیانو افغان پلاوي ته ویلي چې دوی په خپله خوښه چمتو دي له ګوانتانامو څخه قطر ته ولېږل شي:

''د افغانستان حکومت د قوانینو پربنسټ دا مکلفیت لري چې د خپلو وګړو له حقونو دفاع وکړي چې په دې لړ کې یې یو پلاوی ګوانتانامو زندان ته لېږلی و، چې له دغو پنځوافغان بندیانو سره وګوري چې ایا دوی قطر ته په لېږدېدو موافق دي او که نه. دغو بندیانو ویلي چې دوی له خپلو کورنیو سره یوځای قطر ته په لېږدېدو موافق دي.''

ددغو طالب بندیانو د خوشي کېدو خبره وړاندې هم څو ځله مطرح شوې وه.

د امریکا استازي مارک ګروسمن افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې له ولسمشر کرزي سره پر دې موضوع خبرې کړې وې، خو ولسمشر کرزي ددغو بندیانو د نه موافقې په صورت کې له دې کار سره مخالفت کړی و.

ښاغلی فیضي وایي دغه پلاوي له نورو افغان بندیانو سره هم کتلي او ښاغلي کرزي ته یې د هغو بشپړ راپور ورکړی دی.

که څه هم د ولسمشر ویاند ګوانتانامو ته د ورغلي پلاوي نومونه وانیخستل، خو هغوی یې د ملي امنیت د شورا غړي وبلل.

په ځینو رسنیو کې ویل شوي چې په پلاوي کې د ملي امنیت د شورا مرستیالان سپین زاده او شیدا محمد ابدالي شامل دي.

افغان چارواکي هیله ښیي چې که امریکا دا پرېکړه وکړي چې دغه کسان خوشي کړي او قطر ته یې ولېږي، نو دا به ددوی په خبره له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې ډېر ګټور ګام وي.

دغه بندیان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په لوړو پوړو کې دنده تر سره کړې او له لسو کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې ول.

په ټوله کې انګیرنه دا ده چې امریکایي دیپلوماتان له طالبانو سره د خبرو اترو د باور رامنځته کېدو لپاره پرته لدې نور خنډونه هم په وړاندې لري چې باید له مخه یې لیرې کړي.

ورته مطالب