د کندهار غورک ولسوالي حکومت له طالبانو ونیوله

کندهار د انځور حقوق Mamoon Durani
Image caption غورک د کندهار له ۱۷ولسواليو یوه ده، چې د کندهار ښار شمال ته شاوخوا سل کیلومتره لیرې موقعیت لري.

افغان چارواکي وايي چې د ناټو ځواکونو په ملاتړ یې په کندهار کې د طالبانو له ولکې وروستۍ ولسوالۍ غورک هم بېرته ونیوله.

دغه ولسوالي له تېرو څلورو کالو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه.

د کندهار امنیه قومندان عبدالرزاق وویل چې د ولسوالۍ د نیولو په جګړه کې یو شمېر طالبان وژل شوي او ځینې پولیس هم ټپیان دي.

طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د سرحدونو وزیر او په کندهار کې د ولسمشر حامد کرزي استازي اسدالله خالد د شنبې په ورځ غورک ته تللی و، وویل چې ډېر ژر به په ولسوالۍ کې د بیا رغونې کارونه پیل شي:

''موږ پر دې وتوانېدو چې د طالبانو له منګولو وروستۍ ولسوالۍ ونیسو. دلته به د ولسوالۍ ودانۍ جوړېږي، پرمختیايي کارونه به کېږي، قومي شوراګانې به جوړې شي.''

د کندهار امنیه قومندان عبدالرزاق ویلي، غورک ولسوالۍ ته به د امنیت د ټينګښت لپاره ۲۰۰ پولیس واستوي.

غورک د کندهار له ۱۷ولسواليو یوه ده، چې د کندهار ښار شمال ته شاوخوا سل کیلومتره لیرې موقعیت لري.

دغه ولسوالي له هلمند او اروزګان ولایتونو سره ګډه پوله لري.

په تېره جنورۍ کې هم د کندهار سیمه ییزو چارواکو د میانشین ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړی و.

په غورک ولسوالۍ کې شاوخوا ۸۰۰۰ خلک ژوند کوي.

غورک شاوخوا څلور کاله وړاندې د طالبانو د یوه برید په پایله کې د حکومت له لاسه ووتله، چې یو شمېر عسکر هم پکې ووژل شول.

طالبانو حمله پرې وکړه، عسکرې پکې ګیر پآتې ول، ووژل، د کلي خلکو هم لاس ورسره یو کړ.

ورته مطالب