ولسي جرګه: د ناټو پروړاندې د صبر کاسه ډکه شوې

د افغانستان ولسي جرګې په کندهار کې د یوه امریکایې سرتیري له خوا د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې د دغې جرګې دروازه د یوې ورځې لپاره وتړله.

ولسي استازو د همدغې پېښې په غبرګون کې یوه اعلامیه هم خپره کړه، چې پکې د دغه امریکايي د پرانیستې محکمې غوښتنه هم شوې ده.

دغو استازو درانکه د خپلې جرګې د کورني امنیت او عدلي او قضايي کمیسیونونو ته د پېښې د څېړنې دنده هم وسپارله.

ولسي استازو د کندهار د پېښې په غبرګون کې یوه اعلامیه هم خپره کړه، چې پکې د کندهار پېښې ته ورته پېښې، یو وحشیانه جنایت بلل شوی دی.

د جرګې په اعلامیه کې ویل شوي، د لنډ مهاله ادارې او نړیوالو پوځونو ترمنځ د امنیت، سوله ساتنې او همکاری هوکړه لیک د ولسي جرګې لخوا د روایو په اتفاق ردشوی، نو له همدې کبله د دغې جرګې په باور د دغې پیښې عاملان دې د افغانانو په مخ کې محاکمه شي.

خو یوشمېر نورو بیا د ولسي جرګې لخوا د اعلاميې د خپرولو پرځای د عملي ګام د اوچتولو غوښتنه کوله.

تیارسئ

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته په کندهار کې د ۱۶ ولسي وګړو په وژل کېدو د غچ اخیستو ګواښ شوی دی.

پرون (یکشنبه) یوه امریکايي پوځي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ۱۶ ولسي وګړي په ډزو ووژل او نهه نور یې ټپیان کړل.

امریکا په افغانستان کې خپلو مېشتو سرتېرو ته د تیارسئ امر کړی دی.

وړاندې وسله والو طالبانو ویلي وو چې د ولسي وګړو د وژل کېدو غچ له امریکايي پوځيانو واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم پر ټېلېفون له خپل افغان سيال حامد کرزي سره غږېدلى چې په کندهار کې د شپاړلسو ولسي وگړو پر وژنه ورته خپله خواشيني وړاندې کړي.

دا یوه وژنه ده، دا د بې ګناه ولسي وګړو قصدي وژنه ده چې هېرېدلی نه شي.

حامد کرزی

دغه کسان پرون يوه امريکايي عسکر چې واشنگټن يې ياغي بولي، په پنجوايي ولسوالۍ وويشتل.

ښاغلي اوباما ويلي چې دغې وژنې بوږنولى او سخت خواشينى کړى دى.

کلېکاږل د پېښې په اړه غبرګونونه

د سپېنې ماڼۍ په وينا کې راغلي چې ښاغلي اوباما افغان ولس ته پر دې پېښه تسليت ويلى او ژمنه يې کړې چې د پېښې پلټنه په چټکتيا بشپړه کړي او هر څوک چې پړ وخوت بشپړ عدالت پرې پلى کړي.

د ناټو سرمنشي اندېرس فو راسموسين هم د کندهار پېښه غملړلې او بوږنوونکې بللې او وايي د وژل شويو کورنيو او له افغان ولس ته د زړه له تله غمشريکي څرگندوي.

له واشنگټنه په دې اړه د بي بي سي خبريال جاناتن بلېک په خپل رپوټ کې وايي:

د اوباما د حکومت له ټولو اړخونو څخه د بوږندېنې او خواشينۍ څرگندونې شوې دي.

اوباما

اوباما ویلي، چې له برید کوونکي امریکايي به ژر پوښتنې ګروېږنې پیل کړي.

ولسمشر پخپله خپل افغان سيال ته ټېلېفون وکړ چې غمشريکي ورسره وکړي او په روښانو ټکو کې ورته خپله ژمنه بيان کړي چې د پېښې رېښتونى څرنگوالى او عاميلن به مومي.

دفاع وزير ليون پنېتا وويل بشپړه پلټنه پيل شوې او زياته يې کړه چې امريکا له خپلو افغان شريکانو سر، پر گډه همکارۍ ټينگه ولاړه ده.

دې پېښې د افغانستان د حکومت او امريکا ترمنځ په دې اړه چې تر ٢٠١٤ کاله د امريکايي ځواکونو ايستل څه ډول سمبال شي، ترينگلتيا رامنځته کړې ده.

کلېکاږل د برید د ځای عکسونه

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو يوه مخکني قوماندان ډگراوال ريچارډ کېمپ وويل په دې سره د دواړو هيوادو پر اړيکو سخت گوزار شوى دى:

''شک نشته چې دا وژنه به دننه د افغانستان د جگړې په ډگر کې د امريکايي پوځيانو په وړاندې د پېښو پر بهير خپل اغېز پرېباسي ، خو داسې نه دي ويل شوي چې گنې د امريکا په تگلارو کې به بدلون راځي.

په اوږده مهال کې به دا دواړه خواوې- يعنې د امريکا او افغانستان حکومتونه دې ته اړ کړي چې په ټوله هڅه سره له افغانستان نه د عسکرو وتل په خپل وخت تر سره کړي او نوره دا اوږده شوې او پر خلکو غمېدلې جگړه اوږدېدو ته پرېنږدي.''

ولسمشر حامد کرزي د خپل لوى درستنيز جنرال شېرمحمد کريمي په مشرۍ يو پلاوى گومارلى چې د پنجوايي د ولسي وژنې پلټنه وکړي.

تر دې وړاندې د سرحدونو چارو وزير اسدالله خالد سيمې ته ورغلى او له ټپيانو، د وژل شويو د کورنيو له غړو او عيني شاهدانو سره غږېدلى و.

مخکنی راپور

چارواکي وايي چې په وژل شويو کسانو کې نهه کوچنيان دي.

رپوټونه وايې، چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې دغه امريکايي پوځي سهار وختي له خپلې اډې ووت او دريو کورونو ته له ننوتو سره سم يې په دغو وگړو ډزې کړي.

ولسمشر کرزي دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او د واشنگټن څخه د پېښې جزيات غوښتي.

په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ولسمشر بارک اوباما دا يوه ډيره "غميزه او زړه لړزوونكي" پېښه بللې. ولسمشر اوباما ددې ژمنه هم کړې چې څومره ژر چې کېدى شي د پېښې په اړه به معلومات ترلاسه کړي او مسولينو سره به يې قانون چلند وشي.

د کندهار والي توریالي و یسا بي بي سي په برید کې د لسو ولسي وګړو وژل کېدل او پنځو ټپي کېدل تایید کړل.

خو د پنجوايي ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو د وژل شوو شمېر ۱۷ کسان ښودلی دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه سیمه ییز اوسېدونکي په حواله ویلي، دغه امریکايي عسکر د پنجوايي ولسوالۍ په الکوزي کلي کې پر درو کورنیو بریدونه وکړل.

د عبدالباقي په نامه ددغه کلي اوسېدونکي ویلي: ''د ټوپک ډزې مې واورېدې، بیا ارامي شوه، بیا پسې نورې ډزې وشې.''

راپورونه وايي چې برید کوونکي امریکايي پوځي دماغي ناروغي لرله، چې تر برید وروسته یې ځان امریکايي پوځيانو ته سپارلی دی.

سیمه ییزو خلکو بیا ویلي، چې دغه ولسي وګړي د ناټو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

ناټو ددې پېښې په اړه ژوره خواشيني ښودلې، او وايي چې په اړه یې پلټنه کوي.

د ناټو سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې برید کوونکي سرتېري امریکايي پوځيانو ته ځان سپارلی دی.

ولسمشر حامد کرزي د خپل لوى درستنيز جنرال شېرمحمد کريمي په مشرۍ يو پلاوى گومارلى چې د پنجوايي د ولسي وژنې پلټنه وکړي.

که څه هم د برید لامل نه دی معلوم، خو د امریکا پوځ په کندهار کې بي بي سي ته ویلي چې شاید دغه عسکر به دماغي ستونزه لرله.

سیمه ییزو قومي مشرانو ویلي، چې په وژل شوو کې ښځې، ماشومان او سړي شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې موضوع د افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت په بګرام امریکايي اډه کې د قرآن شریف د څو ټوکه سوځېدو په غبرګون کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مظاهرې وشوې.

په دغو مظاهرو کې شاوخوا دېرش ولسي وګړي ووژل شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .