عبدالله د راتلونکو ټاکنو د رڼښت په اړه اندېښمن دی

عبدالله عبدالله د انځور حقوق
Image caption عبدالله عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ماتې وخوړه.

د افغان دولت مخالفه سياسي ټلواله تور پورې کوي چې گواکې افغان ولسمشر حامد کرزى هڅه کوي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلو پلويانو د بريالي کېدو لپاره لاره هواره کړي.

د دغې ټلوالې مشر عبدالله عبدالله ادعا وکړه چې گواکې ولسمشر کرزى غواړي د ټاکنو پر بهير د نړيوالو ټولنو اغېز کم کړي او پعه خبره يې چې له همدې امله يې د تاکنو په کميسيون کې خپل پلويان پر دندو گومارلي دي.

که څه تر دې مهاله په دې تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ کوم غبرگون نه دى په ډاگه کړى، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون بې بنسټه بولي او د ټاکنو د کميسيون پر بې پرې توب او خپلواکۍ باندې ټينگار کوي.

که څه هم چې په افغانستان کې ولسمشريزو ټاکنو ته تر دوو کالو ډېره موده پاتې ده، خو د رڼښت په اړه يې اندېښنې سر له اوسه په ډاگه کېږي.

د افغان حکومت مخالفه سیاسي ټلواله وايي چې حکومت هڅه کوي سر له اوسه د ټاکنو پر بهير سيورى وغوړوي او راتلونکې ټاکنې پخپله گټه وڅرخوي.

د ټلوالې مشر عبدالله عبدالله چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د افغان ولسمشر سيال وايي حامد کرزى هڅه کوي چې راتلونکې ټاکنې هم د خپلو پلويانو په گټه وکاروي او په وينا يې چې سر له همدا اوسه په دې لټه کې دى چې د ټاکنو په کميسيون کې خپل دوستان پر دندو وگوماري:

که څه هم تر اوسه موږ نه يو توانېدلي چې په دې تړاو د ولسمشرۍ د دفتر غبرگون تر لاسه کړو، خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور ټول دغه شان تورونه په کلکه رد کړل او زياته يې کړه چې د افغانستان د ټاکنون خپلواک کميسيون د ټاکنو پر مهال خپل بې پرې توب له پامه غورځوي او په دې اړه خپلواک عمل کوي.

په افغانستان کې راتلونکې ټاکنې په ٢٠١٤ کال کې له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله ترسره کېدونکې دي، خو پوښتنه دا ده چې ايا هغه مهال چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې نه وي نو شونې ده چې ولسمشريزې ټاکنو کې به درغلۍ نه وي او ټاکنې به رڼې ترسره شي؟

د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د روڼوالي په اړه هغه مهال شکونه راولاړ شوه چې افغان ولسمشر د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې ځينې کسان بدل رابدل کړل، چې همدغو بدلونونو د ولسمشر کرزي د سياسي مخالفانو نيوکې هم راوپارولې.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ټاکنو کميسيون غړي د افغان ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، چې دغه څه د افغان خکومت د سياسي مخالفانو له خوا تل رد شوي او |ريمانه نيوکې يې پرې کړي دي.

د هغوى استدلال دا دى که چېرې د دغه کميسيون چارواکي د ولسمشر په خوښه ټاکل کېږي ښايي د کميسيون خپلواکي او بې پرېتوب ورسره زيانمن شي.

ورته مطالب